1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۵, جمعه

پاکستاني پوځ ویلي چې افغان ځواکونو د پاکستان د سرشمیرنې پر کارکوونکو ډزې کړي، یو ملکي کس یې وژلی او ۱۸ تنه نور یې ټپیان کړي. افغان چارواکي بیا وایي چې پاکستانیان د افغانستان خاورې ته ننوتي وو او له همدې کبله ویشتل شوي.

https://p.dw.com/p/2cPah
Hilda I. Clayton Fotografin Unfall Afghanistan
انځور: Reuters/Handout U.S. Army

پاکستاني جنرال اصف غفور، ویلي دي چې د جمعې ورځې په پیښه کې څلور پاکستاني پوځیان هم د پپیانو په ډله کې شامل دي. د پاکستاني چارواکو په خبره پیښه د افغانستان او پاکستان پولې ته څیرمه په چمن سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي چې لومړۍ ډزې د افغان ځواکونو له خوا شوې دي. د غفور په خبره دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو ته لا وختي خبر ورکړل شوی وو چې د سرشمیرنې ادارې کارکوونکې به پولې ته نزدې کلیو ته راځي. هغوی روښانه کړې ده چې پوځیان هم د دغو کارکوونکو د امنیت نیولو له پاره دې سیمې ته راغلي وو.

له بلې خوا بیا افغان چارواکي د پیښې په اړه بل ډول معلومات وړاندې کوي. د دغو چارواکو په خبره نښته تر هغه وروسته چې پاکستانیانو د افغانستان خاورې ته خپل ټانکونه راوستل، رامنځ ته شوه.

د کندهار د امنیې قوماندان ویاند ضیا دراني، د آلمان غږ ته وویل چې نښتې په «لقمان او نظر» کلیو کې رامنځ ته شوې دي. هغه ویلي دي چې په پیښه کې د پاکستاني ځواکونو دوه ټانکونه سوځیدلي خو درې افغان سرحدي ځواکونه هم ټپیان شوي دي.

درانې له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په مرکه کې د نښتو د پیلولو پړه پر پاکستاني پوځیانو اچولې ده او ادعا یې کړې چې هغو د سرشمیرنې په پلمه له هغو یاغیانو سره چې غواړې د افغانستان خاورې ته ننوځي، مرسته کوي.