1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان او اریتریایي مهاجرو تر منځ آخ او ډب

۱۳۹۶ بهمن ۱۳, جمعه

د فرانسې په کاله سیمه کې تر سلو زیاتو اریتریایي او افغان مهاجرو تر منځ آخ او ډب رامنځ ته شوی دی چې پکښې څو تنه په مرمیو هم لګیدلي دي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر دغه سیمې ته ځي څو له وضعیته ځان خبر کړي.

https://p.dw.com/p/2rzAI
Frankreich Einwanderung in Calais
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Morenatti

د اریتریایي او افغان مهاجرو تر منځ د دوه ساعته آخ ډب وروسته څلور تنکي ځوانان په ډزو لګیدلي چې روغتیایي وضعیت یې کړکیچن بلل شوی دی. پيښه د فرانسې په کاله نومې سیمه کې رامنځ ته شوې ده. دغه آخ او ډب هغه وخت رامنځ ته شوی چې مهاجر د ډوډۍ د تر لاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ وو.

د فرانسې په دغه بندری ښار کې له ۲۰۱۶م کال راهیسې وضعیت له هغه وخته یو ډول ترینګلی دی چې چارواکو د «ځنګل» په نوم کمپ تخلیه او پکښي جوړي کړل سوي جونګړي ونړولې. په خپل سر دغه جوړ شوي کمپ کې د بیلا بیلو هیوادونو په زرونو مهاجر اوسیدل چې موخه یې بریتانیې ته رسیدل دي.

تر اوسه کوم معلومات شته؟

د آخ او ډب په ترڅ کې څلور تنه په مرمیو لګیدلي دي چې ټول اریتریایي مهاجر دي او عمرونه یې د ۱۶ او ۱۸ کلونو تر منځ دي. دا خبره لا روښانه نه ده چې ډزې چا پیل کړي دي چې په پایله کې یې دغه څلور مهاجر ټپیان شول.

آخ او ډب د افغان او اریتریایي مهاجرو تر منځ شوی دی. چارواکو ویلي دي چې پولیسو مداخله وکړه څو «افغان مهاجر وساتي چې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ اریتریایي مهاجرو سره مخامخ وو.»

په سیمه کي د بشري مرستندویه ډلو کار کوونکي پر دې آند دي چې د «ځنګل» کمپ پر نړیدو سربیره هم په دغه ځای کې شا او خوا ۸۰۰ مهاجر پاتې دي. مهاجر په دې هیله په دغه سیمه کې پاتې دي چې له دغه بندري ښار څخه په تیریدونکو لاریو کې ځان بریتانیې ته ورسوي.

دوهم آخ او ډب

د کاله د څارنوالۍ دفتر ویلي دي چې دغه ځای ته څیرمه په صنعتي سیمه کې د دوهمې نښتې په ترڅ کې ۱۲ تنه ټپیان شوي دي چې د اوسپنو پر ډنډو وهل شوي دي. زیاته شوې ده چې یو بل کس د ترافیکي پیښې له کبله ټپي شوی دی.

دغو خپلمني نښتو د فرانسوي چارواکو پام ځان ته رااړولی دی او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ژیرار کولمب، اعلان کړی دی چې د وضعیت د معلومولو له پاره د پيښې ځای ته ورځي.

تیره میاشت د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د یوې وینا په ترڅ کې له بریتانیې سره د سرحدي امنیت په هکله د یوه نوي تړون اعلان وکړ. هغه ویلي وو چې «په هیڅ صورت کې به موږ دلته د یوه بل [ځنګل] کمپ اجازه ور نه کړو.»

ځنګله کمپ څه شی دی؟
په ۲۰۱۶م کال کې د «ځنګل» کمپ تر خالي کیدو دمخه د مهاجرو یو غیر رسمي ستر کمپ وو چې پکښې د افریقایي او آسیاسي هیوادونو په زرونو کسان اوسیدل. مهاجرو زیاتره مهال هڅه کوله چې په لارۍ موټرو کې ځانونه بریتانيي ته ورسوي.

ولې مهاجر هڅه کوي چې له فرانسې څخه بریتانیې ته ولاړ شي؟
بریتانیې ته د تګ له پاره مهاجرو ډیر زیات علتونه په ګوته کوي خو زیاتره مهاجر هیله لري چې په بریتاینه کې له خپلو ټولنو او خپلوانو سره یو ځای شي.

اوس به څه کیږي؟
مکرون هوډ څرګند کړی دی چې په کاله او یا د فرانسې په یوه بله برخه کې کې به د یوه بل «ځنګل» کمپ د جوړیدو اجازه ور نه کړي. له بریتانیې سره د نوې امنیتي سرحدي تړون له مخې به لندن فرانسې ته په کاله کې د امنیتي چارو د زیاتولو لګښتونه ورکړي.

Calais Räumung
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Camus

r.s/A.A (AFP, Reuters, dpa)

زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: