1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان امنيتي ځواک تلفان دوه برابره سوي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

د آلمان له خوا په يوه نوي راپور کي ويل سوي دي چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم د افغان امنيتي ځواک تلفات ډېر سوي دي. د ۲۰۱۳ کال په لومړيو يوولسو مياشتو کي تلفات چي مخکي ۴۶۰۰ ول دوه برابره سوي دي.

https://p.dw.com/p/1B2HQ
انځور: Getty Images/Afp/Shah Marai

رويترز خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د فيبروري ۳) ليکلي دي، په هغه ۴۷ مخيز راپور کي چي د آلمان له خوا برابر سوی دی او د چهارشنبې په ورځ به د دغه هيواد کابينې ته د پريکړي له پاره وړاندي سي راغلي دي چي د افغان امنیتي ځواک تلفات ډېر سوي دي.

دغه راپور چي «د افغانستان پرمختګ» نوميږي، پکښې راغلي دي چي د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو د ډېرېدو يو عامل دا دی چي له هغه وروسته چي د بهرنيو ځواکونو څخه يې امنيتي مسووليت پر خپله غاړه اخيستی دی، په ټول هيواد کي د جنګ په لومړۍ کرښه کي جنګیږي.

په ټوليزه توګه بايد نزدې ۳۵۰۰۰۰ افغان امنيتي ځواکونه د خپل هیواد امنيت ټينګ کړي.

په دغه راپور کي راغلي دي چي پر دې سربيره وسله والو طالبانو ځيني سيمي هم نيولي دي. «په ۲۰۱۳ کال د دولت د مخالفانو له خوا د ځينو ځايونو نيول تثبيت سول.» په دې کي د هغو ولايتونو ځيني سيمي هم شاملي دي چي آلماني ځواکونه ځني وتلي دي، لکه کندز او بغلان.

په راپور کي زياته سوې ده چي تر ټولو ډېر بيا د دغه هيواد په ختيځ او په زياته بيا لوېديځ کي چي د طالبانو مرکز بلل کيږي امنيتي وضعيت خراب دی. حتی د دغو سيمو په لويو ښارونو کي طالبان تلاښ کوي چي تر خپل کنترول لاندي يې راولي.

په راپور کي دا هم ويل سوي دي چي ښاري سيمي او اصلي لويي لاري چي د دغه هيواد ۸۰ سلنه وګړي ژوند کي «په کافي اندازه په کنترول کي دي.»

د بهرنيو عسکرو تلفات لږ سوي دي

په راپور کي راغلي دي چي په زغره والو وسايلو سمبال بهرني ځواکونه چي د وسله والو د يرغلونو اصلي هدف هم دي په تلفاتو کي کمښت راغلی دی. د راپور په حواله دغه شمېره د ۲۰۱۳ کال په لومړيو يوولسو مياشتو کي د تير کال له ۲۸۴ تنو څخه ۱۲۵ تنو ته راکښته سوې ده.

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو جنګي ماموريت د روان کال تر پايه پوري پای ته رسيږي. د آلمان کابينه به دغه راز د چهارشنبې په ورځ د ايساف په چوکاټ کي د آلماني ځواکونو د وروستي ماموريت په اړه پريکړي وکړي.

په پلان کي ده چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ پوري بهرني ځواکونه پاته سي. د دغو ځواکونو دنده به د افغان امنيتي ځواک ملاتړ او له تروريزم سره مبارزه وي.

آلمان هم پتېيلې ده چي په دغه ماموريت کي له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ تنو پوري عسکرو پوري د افغانستان په پلازمېنه او شمالي ولايتونو کي په دندو وګوماري.

خو دغه ماموريت به هغه مهال رسمي بڼه غوره کړي چي افغان ولسمشر حامد کرزی له واشنګټن سره دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کړي.

آلمان له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هم سره له دغه هيواد سره د کاله ۴۳۰ ميليونه يورو د پرمختيايي مرستو او د امنيتي ځواکونو د مالي ملاتړ په برخه کي د نورو ۱۵۰ ميليونه يورو مرستو ژمنه کړې ده.