1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان امنيتي ځواک تلفات به جبران نه سي»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قومندان په دغه هيواد کي د افغان ملي پوځ او پوليسو د مرگ ژوبلي د زياتېدو خبرداری ورکړی دی. د هغه په خبره دغه کار د «زغملو نه دی.»

https://p.dw.com/p/19aVy
A member of the Afghan security forces walks towards the site of an attack in Kabul June 10, 2013. Insurgents launched the pre-dawn attack on Afghanistan's main international airport in the capital, Kabul, on Monday, police said, with explosions and gunfire heard coming from an area that also houses major foreign military bases. There were no immediate reports of casualties and there was also no early claim of responsibility for the attack. REUTERS/Omar Sobhani (AFGHANISTAN - Tags: CIVIL UNREST TPX IMAGES OF THE DAY)
Afghanistan Kabul Anschlag Flughafen Talibanانځور: Reuters

جنرال جوزيف دانفورد، د انگلستان له گاردن ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي مخکي تر هغه چي افغان امنيتي ځواک د هيواد ټولي امنيتي چار پرغاړه واخلي پنځه کاله نور هم د نړيوالو ملاتړ ته اړتيا لري.

هغه وويل: «زه او دغه راز نور قومندانان دې موضوع ته چي د افغان ځواک تلفات په اوونۍ کي نزدې ۱۰۰ تنو ته رسيږي ډير جدي پام اړوو.» هغه زياته کړې ده: «زه فکر نه کوم چي دغه تلفات دي جبران سي.»

جنرال دانفورد وويل: «وخت به دا وښيي» چي آيا ناتو په جون مياشت کي له جنگي رول څخه د «افغان امنيتي ځواک د روزني او مرسته کوني» رول ته د ورگرځېدو له پاره پر حق وه. هغه زياته کړه :«زه فکر نه کوم چي دغه مطلب به سړی نن ووايي.»

که څه هم چي د ۲۰۱۴ کال په پای کي به د ناټو ځواکونه د افغان امنيتي ځواک د روزني او مرسته کولو چاري پرغاړه واخلي د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما، ژمنه کړې ده چي د ياد کال تر پايه پوري به افغان امنيتي ځواک د ټول هيواد امنيتي چاري پر خپله پرغاړه واخلي.

دانفورد ادعا کړې ده چي کېدای سي د ناټو دغو سرتيرو ته تر ۲۰۱۸ کاله پوري اړتيا وي. هغه څرگنده کړه «زه په واقعي توگه آن تر پنځو کلونو پوري د افغان امنيتي ځواک پراختيا ته نظر لرم.»

په افغانستان کي د ناټو جنرال له گاردن ورځپاڼي سره په مرکه کي زياته کړې ده: «زه اصلاً غواړم چي افغان امنيتي ځواک هغه معيارونه پوره کړي چي نور د بل چا و ملاتړ ته اړتيا ونه لري».

سږ کال د پوليسو تلفات دوه برابره سوي دي

وروسته له هغه چي افغان امنيتي ځواکونو د هيواد د ډيري سيمي امنيتي مسئوليت ته په يوازي سره اوږه ورکړې ده، د ناکافي تجهيزاتو او نه تجريبې له کبله له طالبانو سره په جگړه کي د هغوی تلفات دوه برابره سوي دي. افغان امنيتي ځواک اوس هم د نړيوالو پر هوايي ځواک تکيه کوي.

افغان حکومت د دې له پاره چي د امنیتي ځواک جنگي روحيه کمزورې نه سي د خپلو ځواکونو د مرگ ژوبلو شمېر دقيق نه روښانه کوي.

خو د افغانستان د کورنيو چارو نوي سرپرست وزير عمر داود زي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۲) په وينا کي افشا کړل چي د روان کال د مارچ مياشتي راهيسي ۱۷۹۲ تنه افغان پوليس وژل سوي دي.

په نړيواله کچه دا د پوليسو تر ټولو ستره مرگ ژوبله ده. د پوليسو د مرگ ژوبلي دغه شمېرې اوس هغه اندېښنې او پوښتنې بيا تازه کوي چي افغان امنيتي ځواک به څرنگه وکولای سي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته چي بهرني ځواکونه له دغه هيواد څخه ووځي د ټول هيواد امنيتي مسئوليت ته په يوازي سره اوږه ورکړي.

د کورنيو چازو سرپرست وزير وويل :«په تيرو شپږو مياشتو کي ۱۷۹۲ تنه پوليس وژل سوي دي او نزدې ۲۷۰۰ تنه ټپيان سوي دي.»