د اسلامي ټولنو نه احساسیدونکي مرستې
۱۳۹۷ اردیبهشت ۴, سهشنبهدوی د لویو بسپنه ورکونکو تر سیوري لاندې دي. د دوی نوم او کمپاین مشهور نه دی، خو ارزښت یې مخ پر ډیریدو دی. اسلامي مرستندویه سازمانونه د بیلګې په توګه په نړیواله کچه اسلامي ريلیف، د آغاخان بنسټ یا هم ذکات فاونډیش د هغو ۲۰۰ غیر دولتي سازمونو څخه دي چې د اپریل میاشتې پر ۲۴ او ۲۵ نیټو به په بروکسل کې د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې استازيتوب ولري.
نه یوازې په امریکا متحدو ایالاتو او بریتانيا کې، بلکې په آلمان کې هم اسلامي ټولنې د سوریې، عراق او یمن د جګړې د قربانیانو له پاره مرستې راټولوي. د آلمان په کولن ښار کې د اسلامي ريلیف یو ویاند نوري کوسیلي په دې باور دی چې «یقيناً د آلمان حکومت خوشحاله دی چې دا پيسې زموږ له طریقه ورکول کیږي». هغه زیاتوي: «موږ په سوریې کې ډیره بیارغونه وکړه».
د سختو ټپیانو له پاره مصنوعي اندامونه، په سوریې کې له روغتونو سره طبي مرستې او د عراق په شمال کې له داخلي بیځایه شویو سره مرسته، د اسلامي ریلیف د آلمان څانګه، چې په ۱۹۹۶م کال کې یې فعالیت پیل کړی دی او د آلمان حکومت له خوا یې هم مالي ملاتړ کیږي په دې برخو کې ډیره مسلکې شوی ده.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه وزارت له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۷م کاله پورې د اسلامي ريلیف د آلماني څانګې له څلورو بشري پروژو سره د ۸،۴۵ میلیونه يورو مرسته کړې ده. په سوریې کې لومړنیو طبي مرستو ته لاسرسې، روغتونونه او روغتیایې مرکزونه د دغو مرستو د توجه په مرکز کې ځای درلود.
د آلمان د پرمختیایې همکاریو وزارت د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ م کلونو تر منځ په اردن هیواد کې د بیارغونې او معلونينو له پاره د مصنوعي اندامونو د جوړولو پروژو چې په دې کې ډير شمیر سوریایې مهاجر هم شامل دي، د شاوخوا ۱،۴ میلیونه يورو مالي ملاتړ کړی دی.
اسلامک ریلیف دوچلنډ له ۲۰۱۲م کال څخه د "Aktion Deutschland hilft" یا «آلمان د مرستې ګام» په نوم اتحادیې چې له ۱۴ مرستندویه سازمانونو څخه تشکيل شوی دی غړيتوب لري.
پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو کمیسار فیلیپو ګرانده، د سوریې او ګاوندیو هیوادونو له پاره په دې کنفرانس کې یوازې د ۲۰۱۸ م کال له پاره د تر ۴ میلیارده يورو د ډیرو بیړنیو مرستو اټکل کوي.
آلمان له ۲۰۱۲ م کال راهیسې د سوریې د بحران په برخه کې په مجموع کې ۲،۱۶۵ میلیارده يورو مرسته کړې. د دغو مرستو ډیره برخه د ملګرو ملتونو سازمان د خوراک نړیوال پروګرام (WFP) او د مهاجرو د کمیسارۍ UNHCR له طریقه په مصرف رسول شوي دي.
خو په نړیواله کچه اسلامي ټولنې په دې برخه کې د پرمختګ په حال کې دي. د بیلګې په توګه د آغا خان بنسټ، تر ۲۰۲۰ کاله پورې له سوریې سره د خپلو مرستو اندازه له ۵۰ میلیونه ډالرو څخه ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته د زیاتولو اعلان کړی دی. په نړیواله کچه اسلامي ريلیف له ۲۰۱۱م کال راهیسې د سوریې د جګړې له قربانیانو سره د ۲۷۳ میلیونو يورو مرسته کړې ده.
د بریتانيا او سویډن د پراختیا وزارتونه، د ملګرو ملتونو او اروپایې سازمانونه او همدارنګه د «پادشاه سلمان د بشري مرستو او ريلیف مرکز» چې یو شخړیز سازمان دی، د خپل مذهبي او سیاسي لیدلوري له امله، او همدارنګه د «اسلامي همکارۍ سازمان» د دې چتر همکار سازمانونه دي.
دوه دینونه، یو هدف
له ۲۰۱۴م کال راهیسې نړیوال اسلامي ريلیف او د لوتری نړیوال فدراسیون، یا دعیسوي کلیساو مرستندویه سازمان په ګډه په اردن کې د سوریایې مهاجرو د پالنې او طبیعې ناورینونو لکه په ۲۰۱۵م کال کې په نیپال کې د زلزلې له قربانیانو سره مرسته کوي. په پام کې ده چې د کلیساو او مسلمانانو دغه همکاري لا پسې پراخه شي.
د لوتری نړیوال فدراسیون د پروژۍ مشره ماریا ایمونون، وایې: «زموږ پروژو ؤښودله چې عیسویان او مسلمانان په بریالیتوب سره ګډ کار کولی شي».هغه زیاتوي چې په راتلونکي کې هم باید په بیړنیو حالتو کې د عقیدې پورې اړوند مسائل په پام کې ونیول شي. ډیري وختونه د دې موضوع اهمیت په پام کې نه نیول کیږي.