1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «اسلامي دولت» مشر د خلافت د غځولو خبره کړې

مسعود جهش (Reuters, AP, AFP, dpa)۱۳۹۳ آبان ۲۳, جمعه

د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې یوه ثبت شوې غږیزه بیانیه خپره کړې ده چې په کې یو کس چې ادعا کیږي د دغې ډلې مشر ابوبکر البغدادي، دی وایي چې خپل خلافت به د عراق او سوریې تر څنگ نورو هیوادونو ته هم وغځوي.

https://p.dw.com/p/1DmkR
انځور: picture-alliance/dpa

دغه ثبت شوی غږیز پیغام څو ورځې وروسته تر هغه خپریږي چې په یوه هوایي برید کې د «اسلامي دولت» د افراطي ډلې د مشر ابوبکر البغدادي، د وژل کیدو آوازې خپرې شوې وې.

دغه ۱۷ دقیقه یې ثبت شوی غږ د پنجشنبې په ورځ په انترنت کې خپور شوی دی. په دغه غږیزه بیانیه کې ویل کیږي چې خلافت به ټولې عربي نړۍ ته وغځیږي او دا چې دغه ډله به د خپل وروستي غړي تر وژل کیدو پورې خپلې جگړې ته دوام ورکړي.

له دې غږ سره د هغې انگلیسي ترجمه هم خپره شوې ده. د دغې ترجمې له مخې هغه کس چې ادعا کیږي ابوبکر البغدادی دی وایي: «خدای موږ ته د جگړې امر کړی دی. له همدې کبله د اسلامي دولت سرتیري جنگیږي. هغوی به هیڅ وخت خپله جگړه پرې نه ږدي، آن که یو سرتیری یې هم پاتې وي.»

دغه بیانیه څو ورځې وروسته تر هغې خپریږي چې داسې اوازې وې چې البغدادي په یوه هوایي برید کې وژل شوی او یا هم ټپي شوی دی. امریکا متحده ایالاتو چې د البغدادي پر نیولو یې د ۱۰ میلیونو ډالرو انعام ایښی دی، ویلي دي چې د البغدادي د اوسني وضعیت په اړه معلومات نه لري.

دا لا روښانه نه ده چې دغه غږیزه بیانیه کله ثبت شوې ده. په دغه غږیز پیغام کې د اسلامي ډلې پر مشرانو باندې وروستیو بریدونو ته اشاره نه ده شوې. خو په بیانیه کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر اوباما د تیرې جمعې ورځې پریکړې په اړه چې له مخې به یې عراق ته ۱۵۰۰ امریکایي سرتیري واستول شول، خبرې شوې دي.

لا تر اوسه پورې د دغه ثبت شوي غږ د اصلیت په هکله څه نه دي ویل شوي. خو خبري آژانسونو ویلي دي چې خپور شوی غږ د البغدادي پخوانیو بیانیو ته ورته دی. تر دې مخکې اسلامي دولت، د جولای په میاشت کې د اسلامي خلافت تر اعلانولو وروسته د البغدادي یوه بیانیه خپره کړې وه.

د خلافت د غځولو پلان

که د ثبت شوي غږیز پیغام اصلیت تثبیت شي، نو دا به پر اسلامي دولت، افراطي ډلې باندې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د هوايي بریدونو تر پیلیدو وروسته د البغدادي لومړی غږیزه بیانیه وي. په خپره شوې غږیزه بیانیه کې ادعا کیږي چې دغه بریدونه د اسلامي دولت په ځپلو کې پاتې راغلي دي.

په بیانیه کې البغدادي وايي چې اسلامي دولت به نورو هیوادونو ته هم وغځوي. هغه پر مسلمانانو باندې په خاصه توگه په سعودي عربستا او یمن کې د «جهاد» کولو غږ کړی. هغه ویلي دي: «ای مسلمانانو، موږ تاسو ته د دې خبرې له اعلانولو سره چې اسلامي دولت به وغځیږي، ښه خبر درکوو. د الحرمین هیواد سعودي عربستان، یمن، لیبیا او الجزایز هیوادونو ته به اسلامي دولت وغځیږي.»

اسلامي دولت، افراطي ډلې په وروستیو وختونو کې د سوریې او عراق هیوادونو ډیرې برخې تر خپل کنترول لاندې راوستې دي. هغوی تر خپل کتنرول لاندې سیمو کې سخت قوانین وضع کړي دي او پر لږکیو باندې یې ویروونکي بریدونه ترسره کړي دي.

دغه ډله له خلکو څخه د پیسو اخیستلو او د نفتو د پلورلو له لارې خپل لگښتونه تمویلوي. د سه شنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس وویل چې اسلامي دولت به ژر خپلې پیسې چاپ کړي چې تر خپل کنترول لاندې سیمو کې به یې کاروي.