1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «اسلامي دولت» او «القاعدې» ترمنځ رقابت

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ آذر ۲۲, شنبه

په مصر، لیبیا، الجزایر او یمن کې د «اسلامي دولت» ډلي ډيرېدونکي نفوذ، د القاعدي پر ترهگري شبکې باندي ساحه تنگه کړې ده. په دغو هیوادونو کې جهاديان له اسلامي دولت ډلي سره یوځای کیږي. آیا دوی د القاعدې ځای نیولای شي؟

https://p.dw.com/p/1E3eb
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hannon

د آلمان د «شپيگل انلاین» په نامه ويب سايت د جمعې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر۱۲مه) د«اسلامي دولت» او «القاعده شبکې» تر منځ په اسلامي هیوادونو کې د «رقابت او قدرت پر سر جگړې» خبر ورکړی دی.

شپيگل، لیکلي دي چې په دې وروستیو میاشتو کې په څو عربي هیوادونو کې د «اسلامي دولت» څانگي جوړي شوي دي.

دغه آلمانۍ ويب سايت په افریقایې او آسیایې هیوادونو کې د اسلامي دولت او القاعدې شبکې حضور پرتله کړی دی. په دې ارزونه کې لیدل کیږي چې اسلامي دولت ډلي خپل نفوذ د عراق او سوریې تر سرحدونو د باندي غزولی دی.

شپیگل زیاته کړې ده، چې ورځ تر بلې په نړۍ کې له اسلامي دولت ډلي سره د بیعت کوونکو په شمیر کې ډېرښت راځي. دغه ډله د القاعدې ځای نیسې، چې یو وخت یې په نړۍ کې ویرونکي تشکیلات درلودل.

شپیکل ټینگار کوي چې د ایډیالوژۍ په لحاظ د دغو دواړو ډلو تر مځ ډیر لږ توپير موجود دی. په ځینو مواردو کې حتی په القاعدې پوري اړوند یوه ترهگره ډله پر څو کوچنیو ډلو ویشل کیږي او یو شمیر څانگې یې د اسلامي دولت له ډلې سره یوځای کیږي او بیعت ورسره کوي. پخپله د اسلامي دولت ډله په عراق کې د القاعدې یوه څانگه وه چې په ۲۰۱۳ کال کې ځني جلا شوه.

تر عراق او سوریې د باندي د «اسلامي دولت» ډلي نفوذ

د شپیگل رپوټ پر بنسټ اوس داسي نخښي نښانې شته چې د اسلامي دولت جهادیان تر سوریې او عراق د باندې په یوې پراخي پدیدې بدل شوې دي. د امریکا د استخباراتي آژانس په حواله اسلامي دولت ډلي د لیبیا په ختیځ کې د ترهگرۍ روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. ویل کیږي چې دغه ترهگر د دباندنيانو پر ضد د مبارزي له پاره نه، بلکې د لیبیا د کورنۍ جگړې له پاره روزل کیږي.

په لیبیا کې د اسلامي دولت پلوي ډلي کوښښ کوي چې خپل موقعیت تثبیت کړي او پر نورو رقیبو ډلو غلبه وکړي. دا بهیر په مصر کې هم روان دی. څه موده دمخه په مصر کې د «انصار بیت المقدس» ډلي ابوبکر بغدادي «د اسلامي دولت ډلې مشر» خپل خلیفه بللی او له هغه سره بیعت کړی دی. دغي ډلې تر بیعت وروسته د «اسلامي دولت- د سینا ولایت» تر شعار لاندي خپل بیرغ پورته کړ.

د «انصار بیت المقدس» ډله شاوخوا ۲۰۰۰ غړي لري چې د سینا نیمه ټاپو په شمال کې یوه برخه تر خپل کنترول لاندي لري. په دې وروستیو کلونو کې د مصر د امنيتي ځواک تر ۱۰۰ کسان د دغي ډلي له خوا وژل شوي دي.

القاعده په کومو هیوادونو کې ډیر نفوذ لري؟

په عین وخت کې القاعدې هم د سیمې په یو شمیر هیوادونو کې خپل نفوذ ساتلی دی. په شمالي افریقایې هیوادونو کې یو شمیر ډلي القاعدې ته وفاداره پاته شوي دي. په سوريه کې د النصره جبهې هم له القاعدې سره خپلي اړیکي نه پرې کړي او په یمن کې د روان تشنج له امله د القاعدې ډله توانیدلې ده چې د دغه هیواد ځني برخي تر خپل کنترول لاندي راولي.

د امریکا د استخباراتي سازمان د ادعا له مخې په نایجیریا کې د بوکوحرام او په سومالیا کې د الشباب ترهگري ډلي هم له القاعدې سره کمزوري اړیکي لري، خو دا کار د دې سبب گرځیدلی نه دی، چې د دغو ډلو له خوا په زورزیاتیو کې کمښت راشي.