1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «اسلامي دولت» ډلې پر کاروان هوایي برید

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ آبان ۱۸, یکشنبه

امریکا متحده ایالاتو د یو لړ هوایي بریدونو په ترڅ کې د عراق په شمال کې د موصل ښار په څنډه کې د«اسلامي دولت» افراطي ډلې رهبران په نخښه کړي دي. خو څرگنده نه ده چې د دغه ډلې مشر د برید په قربانیانو کې شامل دی او که نه؟

https://p.dw.com/p/1DjZi
انځور: Reuters/U.S. Air Force/Senior Airman Matthew Bruch

د امریکا متحده ایالاتو پوځي چارواکو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشتې ۸) اعلان کړی دی، چې د یو لړ هوایې بریدونو په ترڅ کې یې د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې مشران په نخښه کړي دي. د اسوشیتد پرس خبري آژانس په حواله په دغه کاروان کې تر ۱۰ ډیر په وسلو سمبال لارۍ وې چې گمان کیږي د دغې ډلې مشران هم په کې موجود وي.

د موضوع د حساسیت له امله یوه امریکایي چارواکي د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط اسوشیتد پرس خبرې آژنس ته دغه معلومات ورکړي دي. دغه امریکایې چارواکي تراوسه پورې د «اسلامي دولت» افراطي ډلې د مشر ابوبکر بغدادي موجودیت په دې کاروان کې نه دی تائید کړی.

د امریکا متحده ایالاتو د قومندې مرکز ویاند پتریک رایدر وویل: «زه کولای شم تائید کړم چې د نړیوال ائتلاف جنگي الوتکو تیره ورځ د داعش (اسلامي دولت) پر وړاندی بریدونه ترسره کړي دي، خو تر دې شیبې پورې د ابوبکر بغدادي حضور موږ نه شو تائیدولی.»

په موصل کې د جسدونو د وینځلو د ځای یوه مسوول د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې تر هوایې بریدونو وروسته تر اوسه پوری«اسلامي دولت» ډلې د ۵۰ تنو جسدونه دوی ته سپارل شوې دي.

عراقي چارواکو د دغه خبر په اړوند تر اوسه پورې کوم رسمي غبرگون نه دی ښوولې. یو شمیر سرچینو ویلي دي چې د هوایې بریدونو په ترڅ کې د «القیم» په ښار کې یو کور چې د «اسلامي دولت» افرطي ډلې مشران په کې راټول شوې ول په نخښه شوی دی.

القیم د عراق لویدیځې پولې ته نزدې یو ښار دی. د پتریک رایدر، په خبره د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف ځواکونو ټوله شپه القیم په څنډه کې د دغې ډلې پر مرکزونو بریدونه کړي دي. د دغو بریدونو په ترڅ کې له دغې ډلې اړوند یو زرې موټر او یوه څارونکي دستگا له منځه تللې دي.

پر شیعه میشته سیمو د بریدونو دوام

د «اسلامي دولت» افراطي ډلې پر شیعه میشتو سیمو خپل بریدونو ته دوام ورکړی دی او غواړی چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو تیاره دوره دوی ته یو ځل بیا ور په یاد کړي. هغه ورځې چې د عراق کورنۍ جگړه په کې اوج ته رسیدلې وه.

د شنبې په شپه د بغداد ښار په یو شیعه میشته سیمه کې د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۸ تنه ووژل شول. د سیمه ییزو چارواکو په حواله د عراق په پلازمینه کې په ټوله کې د شنبې په ورځ د ځانمرگې بریدونو په پایله کې ۴۳ تنو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. د انبار په ښار کې د یو بل برید په نتیجه کې چې د تالاشۍ پوستې مخې ته ترسره شوې ده ۵ تنه عسکر وژل شوی دي. تر اوسه پورې هیڅ یوې ډلې یا شخص د دې برید مسوولیت پر غاړې نه ده اخیستی. خو دولتي چارواکي وایي چې د بریدونو دغه سبک یوازې د اسلامي دولت ډلې پورې اړه لري.

د عراق دولتي چارواکو او لویدیځوالو په وار وار سره ټینگار کړی دی چې د اسلامي دولت ترهگرې ډلې پر ضد یوازې هوایي عملیات بسنه نه کوي او عراق باید دغه گواښ ته په کتلو سره خپل ځواکونه لا زیات پیاوړي کړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په دې وروستیو کې عراق ته د ۱۵۰۰ نورو امریکایې ځواکونو د استولو پریکړه کړې ده چې له دې سره به په عراق کې د امریکایې ځواکونو شمیر ۳۱۰۰ تنو ته ورسیږي. ټاکل شوې ده چې د امریکا تازه ځواکونه به د عراقي سرتیرو د روزنې او تجهیز دنده پر غاړه ولري.