«د اسرائیلو په هوایې بریدونو کې ۱۱ ایرانیان هم وژل شوي»
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۲, شنبهد فرانسې خبري آژانس د سوریې د بشري حقونو سازمان د مشر رامي عبدالرحمن په حواله رپوټ ورکړی دی چې د می په لسمه په سوریې کې پر ایراني مرکزونو د اسرائیلو په هوایې بریدونو کې ۲۷ تنه وژل شوي دي.
په وژل شویو کې ۶ سوریایې سرتیرې او ۲۱ تنه د بشارالاسد د رژیم بهرني پلویان ول چې ۱۱ یې ایراني اتباع ول. ایراني سرچينو په دغو بریدونو کې د خپل هیواد د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د اسرائیلو د دفاع وزارت د یوې بیانې په ترڅ کې اعلان کړی وو چې د پنجشنبې په ورځ سحر(د می میاشتې ۱۰) یې د قدس ځواکونو په نوم د ایران د اسلامي انقلاب پاسدارانو پر مرکزونو هوایې بریدونه کړي دي.
اسرائیل دغه بریدونه د ایران د توغندیزو بریدونو په ځواب کې کړی دی چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۲۰ توغندي د ګولان پر لوړو توغول شوي ول. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو ایران د دغو بریدونو مسئول بللی وو او دغه توغندیز بریدونه یې له «سرې کرښې» څخه تیریدل بللي ول.
د روسي پوځ چارواکو هم تائیده کړې چې د اسرائیلو برید د دې هیواد د ۲۸ جنګي الوتکو په وسیله ترسره شوی دی او په مجموع کې د ۷۰ توغنديو په وسیله په سوریې کې اهداف په نښه شوي دي.