1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیلو او آلمان د حکومتونو گډه غونډه

دویچه ویله/ صابر بریښنا۱۳۹۲ اسفند ۷, چهارشنبه

د آلمان د کابینې ۱۴ وزیرانو د لومړۍ وزیرې انگلا میرکل په مشرۍ د آلمان او اسرائیلو د حکومتي سلا مشورو په پنځمه غونډه کې گډون وکړ. په اسرائیلو کې د دوی تود هرکلې وشو. خو په ځينو مواردو کې د نظر اختلافات هم موجود وو.

https://p.dw.com/p/1BFic
انځور: picture-alliance/dpa

اسرائیلو ته د آلمان د کابینې د غړیو د سفر تر مخه په رسنیو کې د آلمان او اسرائیلو په اړیکو کې د ترنگلتیاو په هکله ډيرې لیکنې وشوې. په زیاتو لیکنو کې د آلمان له خوا د اسرائیلو له لوري د استوگن ځایونو د جوړولو پر سیاست د نیوکو یادونه شوې وه. د اسرائیلو د حکومت دغه دریځ په تیرو دوو کلونو کې د آلمان د لومړۍ وزیرې انگلا میرکل او اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تر منځ د اړیکو د خړپړتیا سبب شوې وو. خو په دې نزدې ۲۴ ساعته لیدنه کتنه کې داسې څه نه احساسیدل.

په پای کې په خبري ناسته کې میرکل په نرمه او دوستانه لهجه خبردارۍ ورکړ: «د سولې هدف ته د رسیدو له پاره د دواړو خواو ځمکنۍ بشپړتیا مهمه ده. په دې توگه باید د فلسطین ځمکنۍ بشپړتیا هم په پام کې ونیول شي.» نوموړې زیاته کړه چې آلمان د استوگنځایونو جوړولو سیاست اندیښمن کړی دی.

خو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو چې میرکل یې یوه «رښتیني ملگرې» وبلله، د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې چې د ۱۹۶۷ میلادي کال راهیسې اشغال شوې، د استوگنځایونو د جوړولو پر سر انتقاد ناسم بولي او له هغې څخه دفاع کوي. که څه هم په اروپا کې د فشار اچونې په موخه د اقتصادي تحریم له پاره د غږ پورته کوونکو شمیر مخ پر زیاتیدو دی، خو انگلا میرکل روښانه کړه چې آلمان به د دا ډول تحریم ملاتړ ونه کړي. هغې یادونه وکړه چې: «موږ په دې عقیده یو چې تحریمونه د سولې د پروسې د مخکې وړولو سمه لاره نه ده. بلکې موږ باور لرو چې دغه هدف ته د رسیدو لار خبرې اترې دي.»

د آلمان او اسرائیلو د کابینې د غړو، گډ یادگاري انځور
د آلمان او اسرائیلو د کابینې د غړو، گډ یادگاري انځورانځور: Reuters

د ایران پر موضوع د نظر اختلاف

خو د ایران د موضوع پر سر اختلافات یو څه زیات راڅرگند شو. انگلا میرکل د ایران سره د تازه خبرو اترو څخه دفاع وکړه او په دې آند وه چې په دې موضوع کې نور انتظار به ښې پایلې ونه لري. خو د ایران د اتومي پروگرام په اړه یې خپله اندیښنه په دې ټکو کې څرگنده کړه: «موږ د ایران له خوا یوازې د اسرائیل دولت ته گواښ نه وینو بلکې دې ته د یوه عمومي گواښ په توگه گورو چې په ورته وخت کې اروپا ته هم متوجې دی.»

بنیامین نتنیاهو بیا د خبري کنفرانس څخه په گټه پورته کولو د ایران له خوا د گواښونو په تړاو اوږدې خبرې وکړې. په دې ترڅ کې نوموړي د ایران له یوه داسې حکومت څخه خبرداری ورکړ چې د نوي ولسمشر حسن روحاني تر مشرۍ لاندې یې هم خپل سیاست ته تغیر نه دې ورکړې.

د دوه اړخیزو اړیکو پياوړي کول

د لویو او مهمو سیاسي موضوعگانو تر څنگ په دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وشوې. نتنیاهو د آلمان او اسرائیلو د مناسباتو په هلکه وویل: «زموږ اړیکې د دې ثبوت دی چې که سړی د ماضي ناوړه پیښې نه شي هیرولې خو په هغې برلاسی موندلای شي. د آلمان او اسرائیلو ولسونه پر دې وتوانیدل چې یوه بې سارې او گټوره دوستي رامنځته کړي.»

د آلمان او اسرائیلو د حکومتي سلاومشورو په ترڅ کې د رامنځته شويو، شریکو هوکړو له مجموعې څخه چې په دولسو پاڼو مشتمله ده، د «قونسلگرۍ تړون» د یادونې وړ دی. دغه سند د آلمان د حکومت له خوا د یوه «اعتمادي سند» په توگه وارزول شو. له دې وروسته یو اسرائیلي تابعیت درلودونکی په هغو هیوادونو کې چیرې چې د اسرائیلو سفارت موجود نه وي، د آلمان د قونسلگرۍ له کارکوونکو څخه مرسته ترلاسه کولای شي. د دې سربیره د « Working Holiday Visa » په نامه ویزه، اسرائیلي ځوانانو ته په آلمان کې د یوه کال له پاره د کار کولو زمینه برابروي. همدا راز په افریقا کې د دواړو هیوادونو شریک پرمختیايي پروگرامونه هم د یادونې وړ دي.

میرکل ته د اسرائیلو تر ټولو ستره جایزې ورکړل شوه

میرکل ته د اسرائیلو تر ټولو ستره جایزه ورکړل شوه
میرکل ته د اسرائیلو تر ټولو ستره جایزه ورکړل شوهانځور: Reuters

اسرائيلو ته د میرکل سفر د نوموړې له پاره د یوه بل ځانگړي درناوي سره هم تړلې وو. ولسمشر شیمون پیرس میرکل ته د اسرائیلو تر ټولو لوړ د «جمهوري ریاست نښان» ورکړ. پيرس په دې موقع وویل: «موږ ستاسي پر ارزښتونو د ولاړ چلند له امله د زړه له تله مننه کوو او له دې امله هم چې تاسې ځوان نسل ته د یوه ښه راتلونکي ځيرې ورکوئ او د یهودي ضد افکارو او د «هولوکاسټ» څخه د منکریدو مخالفت کوئ.» همدا راز پیرس د اسرائیلو د خوندیتوب او د منځني ختیځ د سولې د پروسې له پاره د میرکل د هلو ځلو ستاینه وکړه.

د اسرائیلو او آلمان د حکومتي سلا مشورو دا پنځمه غونډه د دواړو هیوادونو د دپيلوماتیکي اړیکو د پنځوسمې کلیزې یو کال تر مخه ترسره شوه او دواړه هیوادونه یې نور هم یو بل ته نزدې کړل. دغه خبره په هغه انځور کې هم منعکس شوې ده چې د دواړو هیوادونو وزیرانو سره په شریکه واخیست او دوی په کې اوږه په اوږه لیدل کیږي.