1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسد ځواکونو په حلب کې له یاغیانو ډیرې سیمې نیولې

۱۳۹۵ آذر ۸, دوشنبه

حلب په سوریه کې یو له هغو سیموڅخه ده چې جگړه پرې روانه ده. خو یاغیان ورځ تر بلې ډیره سیمه له لاسه ورکوي. اوس د سوریې حکومتي ځواکونو د ښار شمالي څنډه چې د یاغیانو تر کنترول لاندې د سیمو یوه برخه وه، په بشپړه توگه نیولې.

https://p.dw.com/p/2TMFi
Syrien Krieg Kämpfe in Aleppo
انځور: Reuters/A. Ismail

د رپوټونو له مخې د سوریې پوځ د یاغیانو پر ضد جگړه کې د ستراتیژیک لحاظه یوه مهمه بریا خپله کړې ده. د بشري حقونو د څار لندن مېشته سوریایي سازمان چې اپوزیسیون ته نزدي گڼل کیږي ویلي دي چې د رژیم پلویانو د حلب ښار یوه برخه چې د یاغیانو تر کنترول لاندې وه په بشپړه توگه نیولې ده.

زیاته شوې ده چې د سوریې پوځ د الصخور او حیدریه سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي. په تیرو ورځو کې د حکومتي ځواکونو د پرمختگ په ترڅ کې یاغیانو د یو پر دریمه برخو سیمو کنترول له لاسه ورکړی دی.

د دغه سازمان مشر رامي عبدالرحمان، له ۲۰۱۲م کال راهیسې په حلب کې د یاغیانو له پاره «له سترې ناکامۍ» څخه یادونه کړې ده.

همدا شان د سوریې دولتي خبري آژانس سنا، هم د پوځ له لوري د یوې سترې سیمې د نیولو رپوټ ورکړی دی. د دغه خبري آژانس د رپوټ له مخې حکومتي ځواکونه د میلادي اوونۍ په پای کې پر دې توانیدلي وو چې یاغیان پر شا کړي. رپوټ زیاتوي چې د حکومت مخالفین اوس په دغه ښار کې چې له څو میاشتو راهیسې پرې جگړه روانه ده د بشپړ سقوط له گواښ سره مخامخ دي. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې ښایي د الصخور کنترول له لاسه وتل به یاغیان کمزوري کړي.

حلب د سوریې یو له سترو ښارونو څخه دی چې له ستراتيژيک او سمبولیک لحاظه ډیر مهم دی. ښایي دغه څه د سوریې د کورنۍ جگړې له پاره یو اوښتونکي نقطه وي.

د حلب ختیځ له میاشتو راهیسې کلابند دی

د بشري حقونو د فعالانو د وینا له مخې د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو څخه شا او خوا لس زره کسان په تیښته دي. له دغې جملې څخه شا او خوا ۶۰۰۰ کسان د کردانو تر واکمنۍ لاندې سیمې ته تللي دي او نور کسان بیا هغې سیمې ته تللي دي چې په نزدې وخت کې یې کنترول د سوریې رژیم تر لاسه کړی دی. تر اوسه د حلب ښار ختیځه برخه یاغیان کنترولوي، چې له میاشتو راهیسې یې له بهرنۍ نړۍ سره اړیکه پرې شوې ده. ویل کیږي چې لا هم په دغو سیمو کې ۲۵۰ زره انسانان ژوند کوي.

د یاغیانو د سیمو د کلابندۍ له کبله د خوراکي توکو، د څښاک د پاکو اوبو، برق او روغتیايي پالنې کمی دی. د سره صلیب نړیوالې کمېټې د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی وو چې په کلابندو شوو سیمو کې خوراکي مواد مخ پر ختمیدو دي. په تیرو اوونیو کې د سوريې د رژیم او د هغې د متحد روسیې له لوري د سختیو بمباریو له کبله د بې سرحده ډاکټرانو په وینا له نهو کلینکونو څخه اته یې فعالیت نه کوي.