1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف مړ سو

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ شهریور ۱۲, جمعه

د دپلوماتيکو کړيو له وينا خبرونه خپاره سوي چي د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف مړ سو. د دې څخه تر مخه د دغه هيواد چارواکو په يوه اعلاميه کي د هغه روغتيايي وضعه ډېره خرابه بللې وه.

https://p.dw.com/p/1JunS
Islam Karimov Treffen der Regionalorganisation Shanghai-Organisation für Zusammenarbeit SCO
انځور: picture-alliance/dpa/M. Metzel

د پخواني شوروي د پخواني جمهوريت ازبکستان اوږدمهال واکمن د دماغي سکتې له کبله مړ سو. د هغه د مړيني خبر د جرمني خبري آژآنس ورکړی دی. د دې څخه تر مخه د يو افغان چارواکي په حواله ويل سوي ول چی د ازبکستان چارواکو افغانستان ته حال ورکړی چي د کريموف د جنازې مراسم د شنبې د ورځي له پاره پلان سوي دي.

د رايټرز خبري آژانس خبر ورکړی دی چي د ترکيې لومړي وزير د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر ۲يمه نېټه) د ازبکستان د ولسمشر اسلام کريموف د مړيني له کبله خپله غمشريکي لېږلې ده.

د اسلام کريموف د مړيني په تړاو لا تر اوسه د ازبکستان حکومت رسمي اعلان نه دی کړی، خو رايټرز خبري آژانس ويلي چي ورته دپلوماتيکو منابعو د دې پخلی کړی دی چي دغه واکمن مړ سوی دی.

د ترکيې د لومړي وزير بن علي يلدريم د خواښينۍ په پيغام کي ويل سوي: «ازبکستانی ولسمشر اسلام کريموف له دې نړۍ سترګي پټي کړي دي. الله دي پر هغه ورحميږي. ترک جمهوريت په دغه غم کي د ازبکستانيانو سره شريک دی.»

د دې څخه تر مخه د ازبکستان حکومت د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کي ويلي ول چي اسلام کريموف په ډېر جدي روغتيايي وضعيت کي قرار لري. دا په داسي حال کي چي د يوې اونۍ راهيسي داسي ګنګوسې وې چي ښايي پر ازبکستان ۲۷ کاله حکومت کوونکی ولسمشر د مړ کېدو په درشل کي وي.

۷۸ کلن اسلام کريموف د منځنۍ آسيا په دغه هيواد کي د ۱۹۸۹ کال راهيسي واکمن ؤ.