1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولنې او ناټو سرمشريزه د ليبيا پر موضوع خبري کوي

۱۳۸۹ اسفند ۲۰, جمعه

د جمعې د ورځي د سرمشريزي څخه يوه ورځ وړاندي د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو 27 د بهرنيو چارو وزيران او د ناټو هيوادونو 28 د بهرنيو چارو وزيران راغونډ سوي ول.

https://p.dw.com/p/R8HA
په سرمشريزه کی به د ليبيا تر څنگ پر افغانستان هم خبري وسي
په سرمشريزه کی به د ليبيا تر څنگ پر افغانستان هم خبري وسيانځور: dapd

د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو سرمشريزه د جمعې په ورځ د ليبيا د پاڅون پر موضوع سره راټوليږي. د راپورونو له مخي به په سرمشريزه کي پر معمر القذافي ږغ وسي چي استعفی وکړي. هغه پداسي حال کي چي قذافي هڅه کوي چي د هوايي بريدونو او ټانکونو په مرسته پاڅون سرکوب کړي. شخړيزه موضوع دا ده چي ايا ناټو او اروپايي ټولنه د ليبيا د پاڅون کوونکو د مرستې لپاره پوځي مداخله وکړي او که څنگه.

د راپورونو له مخي به په سرمشريزه کي د فرانسې ولسمشر نيکولاس سارکوزي وړانديز وکړي چي د پاريس څخه دي د قذافي پر ځواکونو هوايي بريدونه تر سره کړل سي. د دې تر څنگ به پر ليبيايي هوايي قلم رو د پروازونو د بنديز پر لگولو بحث وسي.

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسټروېله په ليبيا کي د پوځي مداخلې څخه خبرداری ورکړی دی. د نوموړي په وينا د پوځي مداخلې سره دا گواښ تړلی دی چي مداخله کوونکي په کورنۍ جگړه کي ښکېل سي. په عيني حال کي خليجي هيوادونو د قذافي څخه خپل ټوله رسميتې پېژندنې ليري کړي او پر ليبيايي قلم رو يې د بنديز لگولو غوښتنه کړېده. د افريقايي هيوادونو ټولنې بيا په ليبيا کي د بهرنۍ مداخلې مخالفت کړی دی.

پدغه سرمشريزه کي چي پکښي د افغانستان د دفاعي چارو وزير جنرال عبدالرحيم وردک هم گډون کوي د افغانستان پر موضوع به هم بحث وسي. خو اټکل کيږي چي تر اوسه به دا په ډاگه نه کړل سي چی د افغانستان د کومو ولايتونو کنټرول به افغان ځواکونو ته سپارل کيږي.

آژانسونه / احمدولي اڅکزی

کتونکی: محمد قاسم نوري