1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا ۴۰۰ ميليونه وگړي خپل پارلمان ټاکي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۴, یکشنبه

د اروپايي ټولني نزدې ۴۰۰ ميليونه وگړي نن د يکشنبې په ورځ په خپلو رايو سره پريکړه کوي چي د پارلمان۷۵۱ غړي دي څوک وي.

https://p.dw.com/p/1C6QE
انځور: picture-alliance/dpa

په آلمان او نورو ۲۰ هيوادونو کي نن د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۲۵) د اروپا نوی پارلمان ټاکل کيږي. آلمان د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو د ترټولو زيات نفوس لرونکي هيواد په توگه د اروپا په پارلمان يعنی بروکسل او ستراسبورگ کي ۹۶چوکۍ لري.

په آلمان کي نزدې ۶۴،۴ ميليونه وگړي د رايو ورکولو شرايط پوره کوي، چي له دې جملې څخه ۶۱،۴ ميليونه يې آلمانان او نزدې درې ميليونه يې په دغه هيواد کي د اروپايي ټولني د نورو غړو هيوادونو وگړي دي.

د اروپايي ټولني په اوو هيوادونو کي ټاکني ترسره سوي دي: په بريتانيا، هالند، ايرلند، ليتوانيا، چيک جمهوريت، سلواکيا او کوچني هيواد مالتا کي وگړو د پنجشنبې، جمعې او شنبې ورځو کي رايي ورکړي دي.

دا سي انديښنې موجودي دي چي د اروپا پارلمان په دغو ټاکنو کي به د رايو ورکوونکو شمېره نوره هم تر پنځه کاله دمخه په پرتله کښته وي. په ۲۰۰۹ کال کي په ټاکنو کي د گډون کوونکو فيصدي په سلو کي يوازي ۴۳ سلنه وه.

په ستراسبوگ کي د اروپا پارلمان
په ستراسبوگ کي د اروپا پارلمانانځور: picture alliance / dpa

د ليتوانيا په پلازمېنه ريگا کي د ټاکنو کمېسيون رئيس ويلي دي چي د شنبې په ورځ د اروپا په پارلماني ټاکنو کي د رايو ورکوونکو څخه يوازي ۳۰ سلنه يې خپلي رايي کارولي دي. د چيک جمهوريت د معلوماتو له مخي په دغه هيواد کي هم د نامعلومو دلايلو له مخي د رايو ورکوونکو حضور لږ وو. د يوې نظر پوښتني له مخي د چيک جمهوريت تقريباً نيمايي وگړو د اروپا پارلمان ټاکني اضافي بللي دي، ځکه په خبره يې دغه پارلمان هيڅ بدلون نه راولي.

په داسي حال کي چي د ټاکنو د لومړيو پايلو اټکل اوس کېدلای سي، خو دقيقي پايلي به يې نن د يکشنبې په ورځ ناوخته ماسخوتن اعلان سي، ځکه د ايټاليا په ځينو سيمو کي د رايو ورکولو مرکزونه د اروپا پروخت د ماسخوتن پر ۱۱ بجې تړل کيږي.