د اروپا يو «طلايي ښار» ښار ته سفر
پراګ ته د نورو لقبونو تر څنګ «طلايي ښار» هم وايي. دا د نړۍ د تر ټولو ښايسته ښارونو له ډلې څخه شميرل کيږي. پراګ د يونسکو د نړیوالو ميراثونو په نوملړ کې هم ثبت کړل شوی دی. دلته يې انځوورنه او په اړه معلومات ليدلای شئ!
د «چارلز» پل
پل شگفتانگیز کارل (چارلز یا شارل) یکی از مشهورترین پلهای قدیمی در اروپا است. د کارل «چارلز يا شارل» پل، د اروپا يو له ډيرو پخوانيو پلونو څخه شميرل کيږي. دا د چک جمهوريت په پراګ ښار کې تر ټولو ښايسته پل شميرل کيږي.
پراګ د هغو اروپايي ښارونو له ډلې څخه دی چې په نړيوالو جګړو کې زيات ندی تخریب شوی. له همدې کبله یې تاريخي او لرغوني آثار تر ډیره روغ پاتې دي.
زوړ ښار
د چيک جمهوريت پلازمينه پراګ ښار لس مشهورې سيمې لري. «لمړي سيمه» د دغه ښار تر ټولو زړه برخه ده. دغې سيمې ته «زوړ ښار» هم وايي.
پراګ د سیلانيانو د ارمانونو ښار دی. د فرش کړل شويو تيږو څخه جوړ سړکونه، په منځنيو پيړيو کې جوړې ودانۍ يې، زړې کليساوې، په اتلسمې پيړې کې جوړ شوي د تياتر سالونونه او د ولتارا پر سیند پل، هغه څه دي چې د هر پلې تلونکي کس پام ځانته راجذبوي. که پراګ ته ځئ نو د دغو سيمو ليدنه مه هيروئ!
د «سل زنګونو ښار» لقب
پراګ ته د «سل زنګونو ښار» هم وايي. علت دا دی، کله چې تاسو دغه ښار ته نظر اچوی نو د کليساوو بيسارۍ ګنبدونه او لوړ لوړ تاريخي برجونه مو په کې تر سترګو کيږي.
مختلف لقبونه
جادويي ښار، ختيځ پاريس او طلايي ښار، نور هغه لقبونه دي چې د پراګ ښار د توصيف له پاره کارول شوي دي.
مهم سياحتي ځايونه
د پراګ کلا، د کارل تاريخي پل، نجومي ساعت، د چک ملي موزيم، د ښاروالۍ تالار، د پراګ ګلري، د کافکا موزيم، د کمونيزم موزيم، د تزئيني هنرونو موزيم، د پراګ ژوبڼ، د اولشاني هديره، او د پراګ پارک او غونډې، د دغه ښار تر ټولو مهم سياحتي ځايونه دي.
«شرقي پاريس»
د ولتاوا سيڼد پر غاړه جوړو کليساوو او په ځانګړې توګه د هغو طلايي ګنبدونو، پراګ د نړۍ د تر ټولو ښايسته ښارونو په ډله کې راوستلای دی.