1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا مشران د مالي کړکېچ د حل له پاره، پر يو پلان سره سلا سول

۱۳۹۰ آبان ۵, پنجشنبه

د اروپا د اتحاديې د سرمشريزي هدف دا ؤ، ترڅو د روان مالي کړکېچ د حل له پاره يو هر اړخيز پلان وړاندي کړي. په دې پلان کي، د يونان د پورونو د يوې برخي بخښل، د يورو د ژغورني د چتر ظرفيت پراخول او بانکونو ته مالي مرسته برابرول

https://p.dw.com/p/1300g
غونډه تيره ورځ په بروکسل کي پيل سوې ول او نن سهار وختي پای ته ورسېده
غونډه تيره ورځ په بروکسل کي پيل سوې ول او نن سهار وختي پای ته ورسېدهانځور: dapd

د سرمشريزي ستر پيغام دا دی: اروپا له هغو دولتونو چي د کړکېچ له ګواښ سره مخامخ دي ساتنه کوي. دا پيغام د نړۍ مالي بازارنو، راتلونکو پانګوالو او دغه راز د اروپا د اتحاديي خپلو غړيو هيوادونو ته ورکړل سو.

د فرانسې ولسمشر نيکولای سارکوزي د سرمشريزي د پريکړي اهميت ته اشاره وکړه او زیاته يې کړه، چي دا ډير مهم تصميمونه ول، چي د هيوادونو د مشرانو لخوا ونيول سول.

« زه باور لرم چي د دې پريکړي نتيجه به ټولي نړۍ ته هوسايي ور په برخه کړي، هغه نړۍ چي د يورو د حوزې د تصميونو له پاره يې انتظار ايست.»

خو دغو تصميمونو ته د رسيدو لاره هسي هم آسانه نه وه. په دې لاره کي غټه ستونزه دا وه چي پوروړو هيوادونو، په خاصه توګه يونان ته څومره پورونه ور وبخښل سي او د کومو شرايطو له مخه.

بانکونو ددې غوښتني په وړاندي مقاومت کاوه او ويل يې، چي دوی ته ډير تاوان رسيږي. د دې له پاره چي پر بانکونو باندي فشار زيات سي د آلمان صدراعظمي، انګلا ميرکل، د فرانسې له ولسمشر سارکوزي، د اروپا د اتحاديي د شورا له رئيس هرمن وان رومپای او د نړيوال وجهي صندوق له مشري، کريستين لګرد سره لاس يو کړ اوپه ګده يي د بانکونو له مشرانو سره خبري اتري پيل کړې.

د بانکونو مشرانو تر اوږدو خبرو اترو وروسته چي تر سهار وختي پوري يې دوام وکړی ومنله چي، د خپلو پورونه 50 سلنه وبخښي.

د يونان صدراعظم پاپ اندريو خپله هيله څرګنده کړه، چي ښايي له داسي يوې پريکړي سره د هغه په هيواد کي د کړکېچ د پای له پاره د يوې نوي ورځي لمر وځليږي.

د اروپا د اتحاديې په نوموړې سرمشريزه کي ۱۷ دولتونو دغه راز د يورو د ژغورني صندوق ظرفيت پراخ کړ.

د ژغورني د دغه صندوق مالي ظرفيت له اوسني 440 ميليارده يورو څخه 1000 ميليار يورو پوري لووړ سو. له دغه صندوق څخه هغو دولتونو ته مرسته کيږي چي له مالي ستونزو سره مخامخ کيږي.

آژانسونه/ عبدلباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل