1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا له پاره د مختلف سرعت پرمختګ په څه معنی؟

۱۳۹۶ فروردین ۵, شنبه

د اروپايي ټولنې مرکزي او شرقي غړي هیوادونه په دې ویره کې دي چې ګواګې په اروپا کې د «مختلف سرعت پرمختګ» به دوی په دوهمه درجه هیوادونو کې راولي. خو په چټکی سره بدلیدونکي اروپا به هغه پرمختګ وي چې دوی یې تل غوښتنه کوله.

https://p.dw.com/p/2ZwMq
Deutschland Pulse of Europe-Proteste in Berlin
Deutschland Pulse of Europe-Proteste in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د شنبې د ورځې غونډه د تل په څیر د روم د هوکړې د ۶۰مې کلیزې د یاد سربیره د سولې او یو والي لمانځنه ده. په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه د بریتانیې له وتلو وروسته پر راتلونکو پلانونو کار کوي، دغه یاد غونډه به د دې ټولنې له پاره د باور نوې پاڼه وي.

اوسمهال د لایحې په سر کې د اروپا د «مختلف سرعت پرمختګ» وړاندیز شامل دی، کوم چې تمه ده له روم څخه د خپریدونکې پریکړه لیک اساس تشکیلوي.

د هوکړې په صورت کې د دې آزاد چارچوب په مټ، د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه کولای شي د بیلابیلو اقداماتو په سر یو له بل سره همکاري وکړي او هغو هیوادونو ته چې نه غواړي همکاري وکړي، د پریکړې آزادي ورکړل شوې ده. دا په تیوري کې په دې معنی چې د اروپايي ټولنې هیڅ یو غړی هیواد په جبري توګه اړ نه دی چې د خوښې خلاف یوه پریکړه ورباندې تحمیل شي. په دې توګه داسې اقدامات چې له ایدیولوژیکي او عملي اړخه  یو هیواد یې د عملي کولو توان ونلري، نو کولای شي چې په آزادانه توګه ترې بیرون شي.

د اروپا د «مختلف سرعت پرمختګ» نظریه نوې نه ده: په دې ټولنه کې یو پولي واحد او همدا راز د شینګن د ویزې هوکړه له مخکې نه د داسې یوې نظریې د یو جز په توګه ګڼل کیدای شي. اوسمهال په بروکسل کې د مهاجرت او دفاع د سیاست له امله د یادې نظریې مخه څه نا څه ډپ شوې ده.

د روان کال په فبروري میاشت کې د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل په لومړي ځل د اروپا د «مختلف سرعت پرمختګ» د نظریې خبره د والیتا په ناسته کې راپورته کړه.

د شرقي هیوادونو له پاره ماتې شوې ژمنې؟

که څه هم دې د دې تګلارې د راتلونکي له امله د اروپايي ټولنې مرکزي او شرقي هیوادونه په دې ویره کې دي چې ګواګې دغه کار به د اروپایې ټولنې ځینې بنسټونه کمزوري کوي او د سترو غړو هیوادونو تسلط ډیر کړي.

د پولنډ د قانون او عدالت د واکمن ګوند مشر، جاروسلاو کیشنسکي چې اوسمهال د اروپايي ټولنې د ژړیدونکي ماشوم په توګه ورته کتل کیږي، خبرداری ورکړی چې په دې کار سره ښايي اروپايي ټولنه وپاشل شي. د رپوټونو په حواله، ښايي پولنډ به دغه وړاندیز ویټو کړي.

په عین وخت کې، د اروپايي ټولنې نوي غړي هیوادونه لکه بلغاریا، رومانیا او کرواشیا هم په دې هکله اندیښنه څرګندوي چې هغه اروپايي سازمانونه چې په دې سیمه کې واک لري، کیدای شي کمزوري شي. یاد درې هیوادونو د اروپايي ټولنې ارزښتونو او ډیموکراسۍ ته د رسیدو له پاره ډیرې هڅې کړي دي. خو که چیرته غربي اروپايي اقتصادونه د خپل ځان له پاره جدا تګلارې جوړې کړي، یاد درې هیوادونه دا ویره لري چې ګواګې دوی به د اروپايي ټولنې د سیاسي ډګر په دوهمه درجه هیوادونو بدل شي.

د اروپايي ټولنې په دننه کې یو والی او ادغام له یوې څلور لارې سره مخ دی. که چیرته د مختلف سرعت پرمختګ نظریه ښې پایلې رامنځته کړي، په دې کار سره به د اروپايي ټولنې غربي هیوادونه ښايي د خپلو ځانونو له پاره د پرمختګ او ادغام چټکې لارې چارې عملي کړي. په داسې حال کې چې د دې ټولنې مرکزي او شرقي هیوادونه به د خپلو ګټو او د اړتیا په وخت کې له دوی سره خپلې چارې او پلانونه همغږي کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (19.01.2017):