1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د مهاجرو سياست د بشپړي ناکامۍ خبرداری

۱۳۹۶ آذر ۱۵, چهارشنبه

د کډوالو په چارو کې د اروپا د اتحاديې مشر اسلبورن، د دغي ټولني د کډوالۍ سياست د «ماتي او بشپړي ناکامۍ» خبرداری ورکړ. اسلبورن د مهاجرو د ويش په تړاو د ځينو غړو هیوادونو پر نه همغږۍ هم نيوکه وکړه.

https://p.dw.com/p/2opjY
Deutschland Arbeitsvermittlung für Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/B. Wüstneck

د کډوالو په چارو کې د اروپا د اتحاديې مشر او د لوکسامبورگ د بهرنيو چارو وزير، ژن اسلبورن، «پاساور نويه پرسه» ورځپاڼي ته د اروپا د اتحاديې د مهاجرو سياست د «بشپړې ناکامۍ» د خبرداري خبره کړې ده او ويلي دي چې د دغي ټولني شورا يوازي د اخراج او پر پولو د کنترول پر موضوعاګانو توافق لري.

د اسلبورن په آند، څرنګه چې د پولند او هنګري په شان هيوادونه د مهاجرو اړوند مسائيلو کې د اروپايي اتحاديې له نورو غړو هيوادونو سره له همغږۍ ښکاره کولو څخه ډډه کوي، په همدې دليل دغه اتحاديه په ډيري سختۍ سره پر دې بريالۍ کيږي ترڅو دغه دنده په ګډه حل کړي.

اسلبورن زياته کړه چې پرمختګونه په داسې يو مسير کې ادامه لري چې په هغه کې د مهاجرت اړوند ټول سياسي تصميمونه په متفق الرايه توګه د هيوادونو د مشرانو له خوا نيول کيږي. هغه شکايت وکړ چې په دې ترتيب سره يو هيواد کولاي شي د ټولو شيانو مانع وگرځي.

د اروپا اتحاديه د همدې تګلاري له وجې نه ده بريالۍ شوې چې د مهاجرت او ګډوالۍ په برخه کې يو ګډ سياست ولري. د هغه په وينا، په دې سره د اروپا عالي محکمه او د اروپايي د اتحاديې پارلمان له «کيش مات» حالت سره مخ او د اروپايي اتحاديې د کميسيون حقوقي هڅې هم «په عملي توګه شنډي کيږي.»

د مهاجرو او کډوالو په چارو کې د اروپا د اتحاديې مشر د خپلو خبرو په دوام وويل چې په داسې يو وضعيت کې د اروپا د اتحاديې هغه غړي هيوادونه د خوښيو او خوشاليو اظهار کوي چې «اروپايي اصول يې تر پښو لاندي کړي او له هر ډول پيوستون څخه ډډه کوي.»

د ۲۰۱۵م کال د مهاجرت کړکيچ د تکرار خبرداری

اسلبورن د اروپا د اتحاديې شورا اوسني وضعيت ته په کتو وويل، که داسي وي چې د مهاجرت اړوند ټولې پريکړې په دغي شورا کې په متفق الرايه توګه ترسره شي، په دې صورت کې به په غړو هيوادونو کې د مهاجرو د ويش له پاره د ونډي ټاکلو اصلي چانس صفر ته راښکته شي. اسلبورن دغه کار «يو غمجن حقيقت» ياد کړ.

نوموړي زياته کړه چې په حاضر وخت کې د اروپا د اتحاديې په شورا کې يوازې پر دوو مواردو توافق شوی دی: د سرحدونو نظارت او د امکان تر حده د مهاجرو پر چټک اخراج. د هغه په وينا چې دا په اصل کې د اروپا د «ناتوانۍ ښکارندويي کوي او هيڅ ستونزه نه شي حل کولای.»

اسلبورن روښانه کړه، که د مهاجرو د منلو خبره يوازې د ترکيې، ليبيا او اردن پر غاړه واچوله شي، په دې صورت کې به ډير ژر د ۲۰۱۵م کال د مهاجرت کړکيچ يو ځل بيا تکرار شي.

اسلبورن د اروپا تر اتحاديې دباندي، په ليبيا کې د بندو پاتو مهاجرو د آزادولو له پاره هڅې، له هغو څخه ملاتړ او خپلو هيوادونو ته يې د استولو په برخو کې شوي پرمختګونه ويني. خو هغه د دې ټولو ترڅنګ وايي چې هلته وضعيت ډير پيچلی دی. د هغو انسانانو په ډله کې چې هلته د برده ګانو په شان ساتل کيږي، اريتريايي مهاجر هم شته، چې بيرته استول يې شونې نه ده.

د اروپا په اتحاديه کې د مهاجرو د چارو مشر په دې اړه وويل: «يو څوک چې په خپل ټاټوبي کې تر تعقيف او زوروني لاندې وي، هغه ته د مرګ او ټکولو ګواښ متوجه وی، موږ بايد هغه ومنو»، دغه شان کسان د اروپا پر لور د مهاجرت قانوني لارو ته هم اړتيا لري.

م. ک. ص /kna/hm

زموږ له ارشيف څخه