1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا اتحاديه غواړي له ايران سره تړون وژغوري

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۷, پنجشنبه

د بلغاريا په پلازمېنه صوفيه کې د اروپا اتحاديې د ۲۸ غړو هيوادونو په يوه غير رسمي سرمشريزه کې د دغي اتحاديې د شورا رئيس دونالد توسک د امريکا متحدو ايالاتو پر ولسشمر دونالد ترمپ سخته لفظي حمله وکړه

https://p.dw.com/p/2xtNl
Bulgarien EU-Westbalkan-Gipfel in Sofia
انځور: Reuters/S. Nenov

د اروپا د اتحادیې د شورا رئیس دونالد توسک وويل چې مختلفو نړيوالو مسايلو، لکه د ايران اټومي تړون، بنديزونو او په نړيوال تجارت کې گمرکي لانجو ته په کتو سره اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې اروپا خپل قوت ښکاره او د هغه پر ضد عمل وشي. توسک په غیر مستقیمه توگه ترمپ ته په اشارې سره وویل:« سړی باید پوښتنه وکړي چې د یو داسی ملگري درلودلو سره، لازمه ده چې سړی دښمن هم ولري.»

د اروپا اتحاديې د غړو هيوادونو دولتي او حکومتي مشران د چهارشنبې په ورځ په يوه ماښامنۍ مېلمستيا کې په غير رسمي سرمشريزه کې سره ټول شوي ول، څو په دې هکله سلا مشوره وکړي چې اروپايان د ايران له اټومي تړونه په يو اړخيزه توگه د امريکا متحدو ايالاتو وتلو ته په گډه څه ډول غبرگون وښودل شي. دغه تړون چې په ۲۰۱۵م کال کې نه يواځې امریکا متحدو ايالاتو، بلکي د اروپا اتحاديې، روسيې او چين هم لاسليک کړی، بايد خوندي پاتې شي او د هغه مقررات مراعات شي.

د اروپا د اتحاديې ديپلوماتانو وويل چي سړی نور کولاي نه شي چې «لاس تر زنې» کښني او هر «څه چې پر سړي راځي هغه وزغمي.» د هغوی په نظر «تر اوسه پوري روښانه نه ده چې سړی څرنگه کولای شي چې د هغو اروپايي شرکتونو گټي خوندي وساتي چې له ايران سره معاملي کوي.»

ترمپ اعلان کړی چې پر هغو هيوادونو او شرکتونو باندې به هم بنديزونه ولگوي چې له ايران سره همکاري کوي. د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر پر ايران تور لگوي چې لا تراوسه د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کي دی. خو د اروپا اتحاديې دولتونه او د ملگرو ملتو د اټومي څارنې پلټونکي دغه خبره له ترمپ سره نه مني.

Bulgarien EU-Balkan-Gipfel in Sofia | Donald Tusk NEU für Karussel
د اروبا د اتحادیې د شورا رئیسانځور: picture alliance/AP Photo/V. Mayo

په صوفيه کې د اروپا د اتحاديې ډير دولتي او حکومتي مشران په دي نظر ول چې د ترمپ په گډ وډ سياست باندي اعتبار نه شته. د آلمان صدراعظمې انگلا ميرکل هم په وار وار دا خبر کړې ده او د چهارشنبې په سهار يې يو وار بيا تکرار کړه چې «سړی نه شي کولای په بشپړه توگه پر امريکايانو باندي اعتبار وکړي.»

د موضوعاتو فهرست اوږد دی

د امریکا متحدو ايالاتو او لوېديځي اروپا ترمنځ اعتماد او باور تر کابو ۷۰ کلونو وروسته تر پوښتنې لاندي راغلی دی. د اروپا د اتحاديې د نوموړې غير رسمي سرمشريزې په شا او خوا کې اروپايي ديپلوماتانو وويل چې د ايران د تړون لانجه لومړنۍ نه ده چې ترمپ اروپايانو ته سزا ورکوي.

د امريکا ولسمشر ترمپ له خپل دې ډوکترين سره چې وايي «لومړي امريکا» آن ډير مخکې د ملگرو ملتو د اقليم تړون څخه مخ واړاوه. له هغې وروسته هغه پر اروپايي محصولاتو د گمرکي مالياتو د زياتولو گواښ وکړ، هغه څه چې د اروپا د اتحاديې په نظرغير قانوني دي او تر ټولو سخته دا چې له تل ابيب څخه بيت المقدس ته يې د امريکا د سفارت په ليږدولو سره په منځني ختيځ کې د زورزياتو اور ته لمن ووهله.

له ايران سره سوداگري بايد دوام ومومي

د ترمپ په مشرتوب امريکا متحدو ايالاتو سره دا ډول اړيکو ته په کتو سره د اروپا د اتحاديې کمېسيون په دي نظر دی چې اوس هغه وخت رارسېدلی چې د اروپا اتحاديه د يو ستر اقتصادي قوت په توگه په خپل وار سره له فشار څخه کار واخلي او په يوه غږ او يو موټي سره عمل وکړي. د کمېسيون مشر ژان کلود يونکر بايد اوس هغه يوه طرحه وړاندي کړي چې څرنگه اروپايي شرکتونه چې له ايران سره تجارتي معاملي لري، د امريکا له بنديزنو څخه خوندي پاته شي. د يونکر په کمېسيون کې کارپوهان وړانديز کوي چې د اروپا اتحاديه بايد خپل هغسي يو بانک تأسيس کړي چې له امريکا متحدو ايالاتو څخه خپلواک د پيسو د راکړي ورکړي چاري پر غاړه واخلي. فرانسې مخکي لا اعلان کړی دی چې له ايران څخه به د تيلو واردولو ته دوام ورکړي.

دغه راز د اروپا اتحاديه کولاي شي چې د خپل گمرکونو او د وارداتو له محدوديتونو سره د ترمپ له گمرکي تعزيراتو او د ايران په وجه د احتمالي بنديزونو مقابله وکړي. خو څارونکي وايي چې له دې سره ښايي د اروپا او امريکا ترمنځ اړيکي نورې هم تاواني شي. سره له دې هم د اروپا د اتحاديې د شورا رئيس، دونالد توسک د دغې اتحاديې له غړو دولتونو څخه غواړي چې د اتحاديې کمېسيون ته د امریکا متحدو ايالاتو پر وړاندي د متقابلو تدابيرو له پاره «شين څراغ» ورکړي، څو د اروپايي گټو د خطر د مخنيوي له پاره په عمل لاس پوري کړل شي.