1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د ارجنټاين او اسرائيل ترمنځ لوبه د ميسي په خاطر لغوه شوه

۱۳۹۷ خرداد ۱۶, چهارشنبه

په پام کې وه چې ارجنټاين به په بيت المقدس کې له اسرائيلو سره و لوبيږي. خو دغه لوبه له هغه وورسته لغوه شوه، چي د فلسطينيانو د فوټبال فيدراسيون مشر پر عربو ږغ وکړ چې د ميسي انځورونو ته اور واچوي.

https://p.dw.com/p/2z0r1
Argentinien Lionel Messi, Fußballspieler
انځور: picture-alliance/AP Photo/V. R. Caivano

د ارجنټاين او اسرائیلو ترمنځ دا دوستانه لوبه راتلونکې شنبې ورځي ته پلان شوې وه. خو اوس د فلسطينيانو تر اجتجاج وروسته نه کيږي. په پام کې چې ارجنټاين به د فوټبال نړيوال جام سياليو ته د تياري له پاره له اسرائيلو سره دا لوبه د بيت المقدس په ديدي کوليک لوبغالي کې وکړي.

د ارجنټاين په پلازمينه بيونس آيرس کې د اسرائیلو سفارت د لوبې د لغو کيدو خبر تائيد کړ. زياته شوې ده چې : «سفارت د اسرائيلو او ارجنټاين د فوټبال لوبډلو ترمنځ د لوبې د لغوه کيدو په اړه له ډير څه ويلو ډډه وکړه خو ویې ويل چې د بارسيلونا د کلب د ستوري او ارجنټاين د فوټبال د ملي لوبډلې د کپتان ليونل ميسي پر وړاندې «تهديدونه او پارونې» د دې پريکړې سبب شوي دي.»

د فلسطنيانو غوسه

د اسرائیلو د دفاع وزیر اويدگور ليبرمن، د چهار شنبې په ورځ د لوبې د لغوه کيدو په اړه وويل چې دا لوبه د کرکې او نفرت له کبله نه ترسره کيږي.

هغه د تويتر له لارې ويلي: «دا د شرم خبره ده چې د ارجنټاين د فوټبال مشهور ستوري د اسرائيلو د دښمنانو د فشارونو په مقابل کې مقاومت ونه کړ.»

د فوټبال دا لوبه لا دمخه هغه وخت د لانجې ښکارې شوې وه چې د فلسطينيانو د فوټبال فيدراسيون مشر جبريل رجب، د ارجنټاين د لوبې د نه کولو غوښتنه کړې وه او غږ یې کړې وو چې که لوبه ترسره شوه نو د اجتجاج په توگه دې د عربي نړۍ په لويو ښارونو کې د ميسي پوسترونه او د هغه د فوټبال کميس ته ورته کميسونه دي وسوځوي.

Westjordanland Hebron | Boykott-Aufruf Fußballspiel Argentinien vs. Israel
انځور: Getty Images/AFP/H. Bader

رجب چې له اوږدې مودې راهيسې د فوټبال په نړیوالو سياليو کې د اسرائيلو د لوبيدو مخالفت کوي، د لوبې د ترسره کيدو پر ځای نيوکې لرلې. هغه ميدان چې دا لوبه پکښې بايد شوې وای، د بيت المقدس په لويديځ کې د اسرائیليانو په سيمه کې پروت دی چې پر دغه ځای د اسرائيلو د دولت تر جوړيدو د مخه د فلسطينيانو يو کلی آباد وو. جبريل رجب وويل: «دا لوبه په يوه سياسي آله بدله شوې وه.» هغه زياته کړه: «د اسرائیلو حکومت د سياسي گټې د ترلاسه کولو په موخه هڅه کوله چې دا لوبه په بيت المقدس کې وشي.»

د لوبې د لغوه کيدو تر اعلان څو ساعته د مخه فلسطيني پلوه اجتجاج کونکي په بارسیلونا کې د ارجنټاين د لوبډلې د تمرين مرکز مخې راټول شوي او د ارجنټاين د لوبډلې کميسونه یې په سره رنگ رنگ کړي ول او د احتجاج په توگه یې رپول.

«په لوبو د گناه پريولل»

فلسطينيانو چې تل د لوبو په ډگر کې د اسرائيلو د تحريم او بندیز غوښتنه کوي، د فوټبال د دې لوبې پر لغوه کيدو یې خوښي وښووله او ويې ویل چې اسرائيل د «لوبو له لارې د فلسطينيانو پر ضد خپل جنايتونه پټوي.»

د اسرائیلو او فلسطنيانو ترمنځ ترنگلتياوو د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا بيت المقدس ته د خپل سفارت د ليږد تر پريکړې وروسته زور واخیست او کله چې دغه پريکړه عملي شوه د غزې پر پوله خونړي اخ و ډبونه وشول.

اسرائيلي عسکرو تر ۱۱۵ زيات اجتجاج کوونکي ووژل او ۳۷۰۰ نور یې ټپیان کړل خو د حکومت له خوا وويل شول چې عسکرو یې دا اقدام د خپلې دفاع په موخه کړی دی.

AFP,AP (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: