1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اخراج سوو افغانانو سره به پرمختیايي مرستي وسي

۱۳۹۵ مهر ۱۷, شنبه

جرمني غواړي چي د پرمختیايي مرستو د پروژو له لاري د اخراج سوو افغانانو سره کومک وکړي. دا په داسي حال کي چي اروپايي اتحاديې د افغانستان سره د افغان مهاجرو د بېرته منلو تړون لاسليک کړی دی.

https://p.dw.com/p/2R22K
Leipzig Abgelehnte Asylbewerber am Flughafen abgeholt
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د جرمني د پرمختیايي مرستو وزیر «گیرد ميولر» تېره اونۍ په برلین کي وویل، چي تلونکو افغان مهاجرو ته به په افغانستان کي د روزني او ښووني د کورسونو، د لومړنیو مرستو او يو شمېر اقتصادي امکانات برابر کړي. د دغو کسانو سره به همدلته په جرمني کي لا په دې لار کي کومکونه وسي او مشورې به ورکړل سي، چي څنگه هم هلته په سیمه کي ورته مطابق پروگرامونه وړاندي سي.

د جرمني د ياد وزارت په حواله به دغه پروگرامونه په افغانستان کي د ستانه سوو سره په نوي پېل کي کومک وکړي. ميولر دغه خبري د افغانستان سره د نوي کومکونو دورکولو په مناسبت کړې وې، چي په راتلونکو څلورو کلونو کي به ۱،۷ ملیارډه یورو د دغه هیواد په اختیار کي ورکول کیږي.

خو دغه کومکونه د بهرنیو چارو د وزير فرانک والټر شټاین مایر په حواله د اخراجیدونکو افغانانو پر موضوع باندي د افغانستان او جرمني په گډي همکارۍ باندي مربوط دي.
 

افغانستان یو د هغو اصلي هيوادونو له جملې څخه دی، چي آلمان ته یې ډیر کسان رامهاجر کیږي. په ۲۰۱۵ م کال کي د ۱۵۰ زرو تنو په شاوخوا کي افغانان جرمني ته رامهاجر سول، چي ویل کيږي ځیني یې دوه واري هم ثبت سوي دي.

د تیري یکشنبه په ورځ د آلمان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ د مهاجرو د بیرته اخراجیدو او ستنیدو په موضوع کي د گډي همکارۍ یوه اعلامیه لاسلیک سوه. د جرمني د کورنیو چارو د وزارت په حواله که رد سوي افغانان په خپله خوښه بیرته افغانستان ته ولاړ سي،کولای سي پرمالي مرستو باندي حساب وکړي.

د بلي خوا بیا خیریه سازمانونو دغه تړون سخت غندلی دی او د پخوا په ډول یې د افغانستان خراب امنیتی وضعیت ته اشاره کړې ده. همدارنگه یې پر اروپايي ټولني باندي تور لگولی دی، چي د مالي کومکوله لاري یې پر کابل باندي فشار راوړی دی، چي ددغه تړون سره خپله موافقه ښکاره کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.09.2016):