د اخراج د مخنیوي له پاره مهاجرین پر سختو جرمونو اعتراف کوي
۱۳۹۶ خرداد ۶, شنبهد آلمان خبري آژانس «ډي. پي. اې» لیکلي دي چې د آلمان په هسن آیالت کې یو شمیر مهاجرین د اخراج له ویرې په درنو جرمونو اعتراف کوي.
نادیا نیزن چې د فرانکفورت ښار د څارنوالۍ ویانده او لوړ پوړې څارنواله ده په دې هکله وايي: «په هغه صورت کې چې د اعدام خطر موجود وي، د اخراج حکم نه عملي کیږي.»
تر دې مخکې د «بیلد» په نامه یوې آلمانۍ ورځپانې هم په دې هکله یو رپوټ خپور کړی وو. د ۲۰۱۶م کال د نومبر میاشتې راهیسې، د داسې مهاجرینو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې د مصاحبې پرمهال په درنو جرمونو اعتراف کوي.
نیزن یوازې د آلمان د هیسن په ښار کې د دې راز پیښو په کله وویل: «یوازې په سیاسي برخه کې اوسمهال ورته ۶۰ دوسیې پرتې دي.»
د قاضیانو له پاره لا ډیر کار
د یو مهاجر د اعتراف په اساس، د دې راز پیښو هر مورد ته یوه جنايي دوسیه تشکیلیږي. خو ستونزه دا ده چې دغه مهاجرین د مصاحبې پرمهال د ترسره شوي جرم په هکله ډیر سطحي معلومات ورکوي.
د نیزن په حواله له دې ډلې زیاتره کسانو په سیاسي جرمونو اعتراف کړی دی. د بیلګې په توګه په یوه پیښه کې یوه مهاجر ویلي دي چې د طالبانو لخوا تښتول شوی وو او د تیښتې پرمهال یې د تښتونکې ډلې یو ساتونکی وژلی دی.
په یوه بله پیښه کې یو مهاجر ویلي چې کله چې ځوان وو هغه وخت د غلا پرمهال یې یو څوک وژلی دی.
دا او ورته نورې داسې پیښې د دې لامل کیږي چې مهاجرینو ته جنايي دوسيي رامنځته شي، پلټنې ترسره او ان د هغوی محکمه باید ترسره شي. او په دې ترتیب دا د دې لامل کیږي چې د پناه غوښتنې د دوسیو د پلټنې لړۍ هم کمزورې شي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.01.2017):