1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اتريش پوليسو له يو لارۍ موټره ۲۴ افغانان آزاد کړي

۱۳۹۴ شهریور ۱۱, چهارشنبه

د اتريش پوليسو په ويانا کي تر شلو زيات افغان مهاجر موندلي دي چي په يو لارۍ موټر کي کولپ سوي ول. چارواکو ويلي دي چي دغه نارينه په يوه ډېر تنگ ځای کي پټ کړل سوي ول چي د اختناق خطر ئې وو.

https://p.dw.com/p/1GPrq
انځور: Reuters/H.P. Bader

د اتريش پوليسو د راپور له مخي د دغي لارۍ موټر رومانيايي چلونکی هغه وخت وتښتېد چي پوليس ور ورسېدل، خو وروسته ونيول سو.

د دغه لارۍ موټر د بار وړلو په ځای کي ۲۴ تنه افغان مهاجر چي ټول نارينه او عمرونه ئې له ۱۶ څخه د ۲۰ کلونو ترمنځ ول کولپ سوي ول.

د لارۍ د بار وړلو دغه ځای چي ۳ متره اوږد، ۱،۷۵ متره پراخ او ۱،۸ متره لوړ وو دغه افغانان پکښې اوډل سوي ول. پوليسو ويلي دي چي د لارۍ موټر دروازې داسي ټينگي تړل سوي وې چي خلک په يوه ډېر خطرناک حالت ول.

په ويانا کي د پوليسو یوه وياند رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «دا يوه زندان ته ورته حجره وه. دوی په ولاړي او ناستي سره اوډل سوي ول چي هيڅوک له ځايه نه سوای ښورېدلای.»

د پوليسو یوه چارواکي ويلي دي چي داسي ښکاري چي دغو ځوانانو دي په لارۍ موټر کي لنډ مزل کړی وي او روغتيايي وضع ئې ښه وه. خو که پوليسو مداخله نه وای کړې دوی نه سوای کولای چي له دغه ځايه راووځي.

د دغو افغان ځوانانو موټر يوازي څو ورځي تر هغه وروسته پېژندل کیږي چي په اتريش کي په يو لارۍ موټر کي د ۷۱ انسانانو جسدونه کشف سول. دغه مهاجر چي گومان کيږي سوريايان به وي په يو يخچالي لارۍ موټر کي انساني قاچاق کوونکو لېږدول چي ټول مړي سوي ول.

تر دغي پيښي وروسته د اتريش پوليسو پر لويو لارو گزمې زياتي کړي او په ځانگړې توگه هغه لارۍ چي له هنگري ورځي ډېري کتل کيږي.

له افغانستان، سوريې او نورو جنگ ځپلو هيوادونو ډېر مهاجر د ترکيې له لاري بالکان هيوادونو او له هغه ځايه اروپا ته ځانونه رسوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب