1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ائتلافي حکومت په مذاکراتو کې د کورنیو د الحاق پر سر توافق

۱۳۹۶ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

د پناه غوښتونکو د کورنیو د یوځای کیدو جنجالي موضوع تر وروستۍ شیبې پورې په آلمان کې د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو پر وړاندې یو خنډ وو. خو اوس د ائتلاف اړخونه یوه توافق ته سره رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/2rm4Q
Deutschland Große Koalition Sondierungsgespräche | Seehofer & Merkel & Schulz
انځور: picture-alliance/dpa/B.v. Jutrczenka

د سوسیال دیموکرات ګوند او د دیموکرات او سوسیال مسیحي ګوندونو اتحاد، د پناه غوښتونکو د کورنیو د الحاق پر موضوع سره یوه توافق ته رسیدلي دي. د یوه راتلونکي ائتلافي حکومت دغو اړخونو سره توافق کړی دی چې د پناه غوښتونکو د کورنیو د الحاق بهیر دې د روان کال د جولای تر ۳۱ نیټې پورې وځنډیږي او تر هغه وروسته دې، د هغو کسانو پر شمیر سربیره چې د استثنايي سختو حالاتو په مقرراتو کې شاملیږي، آلمان ته د رسیدونکو کسانو شمیر د میاشتې ۱۰۰۰ تنو ته محدود شي.

د سوسیال دیموکرات ګوند مشر مارتین شولتڅ، د دې توافق په اړه د هیله مندۍ له څرګندولو سره وویل چې ګوند یې خپله مفکوره عملي کړه. هغه زیاته کړه: «موږ د "۱۰۰۰ او تر هغه ډیر" قاعدې ته ورسیدو.»

دا په دې معنی چې هره میاشت، پر هغو کسانو سربیره چې د سختو حالاتو په قواعدو کې شاملیږي، د کورنیو د الحاق د قاعدې له مخې ۱۰۰۰ کسان آلمان ته رسیږي.

د آلمان د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو اتحاد هم د دې توافق له کبله رضایت ښوولی دی. د مسیحي سوسیال ګوند عمومي منشي اندریاس شویر، ټینګار کړی دی چې «مسیحي سوسیال ګوند به پر خپله خبره صادق پاتې شي.»

د هغه په خبره د هغو پناه غوښتونکو له پاره چې په آلمان کې له موقت محافظت څخه برخمن دي، د کورنیو د الحاق برنامه دریدلي پاتې کیږي او له منځه ځي. شویر زیاته کړه: «د اګست میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د هغو پناه غوښتونکو له پاره چې له موقت محافظت څخه برخمن دي، د کورنیو د الحاق بهیر په ټولیزه توګه له منځه ځي.»

د هغه په خبره د ځانګړو سختو حالاتو له پاره یوه مقرره، چې له مخې یې یو کم شمیر کسان په کال کې آلمان ته راتلای شي، همدا اوس هم موجوده ده. شویر زیاته کړه: «په دې ترتیب سره نو له توافق شوي حد څخه لوړ به [آلمان ته] هیڅ مهاجرت و نه شي. بلکه پر کنترول او نظم چې محدود اغیز به ولري، تمرکز کیږي.»

د مسیحي سوسیال ګوند د ایالتي ډلې مشر الکساندر دوبرینت، وویل: «له نویو مقرراتو سره، د هغو کډوالو له پاره چې په آلمان کې د محافظت محدود حق لري، د کورنیو د الحاق حق له منځه ځي.»

د هغه په خبره دا آلمان ته د مهاجرت د محدودولو په موخه د بنسټ یوه ډبره ده. دوبرینت زیاته کړه: «موږ باید د ادغام په برخه کې د خپل هیواد وړتیا تر حده ډیر تر فشار لاندې راو نه ولو له همدې کبله ډیره مهمه وه چې د کورنیو د الحاق برنامه محدوده شي.»

د وخت تر فشار لاندې توافق

دا چې د سختو استثنایي حالاتو له پاره مقررات محفوظ وساتل شي، د ائتلافي حکومت د مقدماتي مذاکراتو په اسنادو کې موجود نه وو. پلان شوې ده چې د دغو مقرراتو پر جزئیاتو باندې به په راتلونکو میاشتو کې کار وشي. د پنجشنبې په ورځ به د آلمان په پارلمان کې د پناه غوښتونکو د کورنیو د الحاق متوقف پاتې کیدل، تصویب شي.

د مهاجرو موضوع په آلمان کې د یوه ائتلافي حکومت په جوړولو کې یوه جنجالي موضوع وه. اوس نو د توافق له رامنځ ته کیدو سره د حکومت د جوړیدو پر وړاندې یو خنډ له منځه تللی دی. په دې برخه کې ځکه هم د وخت فشار موجود وو چې د موقت محافظت لرونکو پناه غوښتونکو د کورنیو د الحاق له پاره د اوسنیو مقرراتو وخت د مارچ میاشتې په منځ کې پای ته رسیږي.

زموږ له ارشیف څخه: