1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلماني یرغمل سوو په هکله اندېښنې زياتي سوي

احمدولي اڅکزی / بېټينا مارکس۱۳۹۳ مهر ۴, جمعه

تر هغه وروسته چي په الجزاير کي يو فرانسوی وتښتول شو او د وژل کېدو ويډيو يې خپره سوه، په آلمان کي هم د هغو دوو آلماني اتباعو د برخه لیک په اړه اندیښنه رامنځ ته سوې ده چي په فيليپين کي تښتول سوي دي.

https://p.dw.com/p/1DLfT

د آلمان حکومت او چارواکي په فيليپين کي د تښتول سویو آلمانيانو د خلاصون له پاره د خپلو هلو ځلو په هکله هيڅ معلومات نه ورکوي. چارواکو په دغه موضوع کي خاموشي اختيار کړې ده. د آلمان د بهرنيو چارو يوه ځانګړې ډله د دغو دوو آلماني اتباعو د خلاصون له پاره کار کوي. ياد کسان د روان مېلادي کال په اپريل مياشت کي د فيليپين په لوېدیځ کي وتښتول سول. د هغوی تښتونکو ګواښ کړی دی چي دوی به ووژني.

خو د آلمان حکومت په زياته بيا د تښتونکو سياسي غوښتني رد کړي دي. د فيليپين حکومت هم ويلي دي چي نه غواړي د تښتونکو سره خبري اتري وکړي. د فيليپين د دفاعي چارو وزير ولتېر ګازمين، د پنجشبې په ورځ (د سپتمبر ۲۶مه) د يوې راډيو سره په مرکه کي وويل چي «موږ له ترهګرو سره معاملې نه کوو.»

آلماني اتباع د ابو سياف د ترهګرې ډلې له خوا تښتول سوي دي. دغې ډلې له آلمان څخه غوښتي دي چي د «اسلامي دولت» پر ضد د ټلوالې څخه دي جلا سي. ويل کیږي چي ياده ډله د دې تر څنګ د تقريبا ۴،۳ مليونو يورو غوښتنه کوي. دغې ډلې ويلي چي که يې آلمان د اکتوبر تر ۱۰مې نېټي پوري غوښتنې ونه مني، نو تښتول سوی ۷۱ کلن آلمانی او ۵۵ کلنه آلمانۍ مېرمنه به حلال کړي. يادي ډلې دغه ګواښونه د فيسبوک پر پاڼه خپاره کړي دي.

د آلماني اتباعو تښتونکو د هغوی يوه داسي ويډيو هم خپره کړې ده چي پکښي دغه سړی او ښځه ښودل کيږي. ښودل کيږي چي تښتونکي پر آلماني اتباعو راټول دي او يو کس په يوه لويه چاړه سره د هغوی د وژلو ګواښ کوي.

جنايتکاره که سياسي ډله؟

آلمانی آسيا پوه فېليکس هايدوک، وايي چي ډاډه نه دی چي تښتونکي به خپل ګواښونه عملي کړي. نوموړی زياتوي چي د فيليپين پوليس وايي چي تښتونکي په زياته بيا د پيسو سره لېوالتيا لري او غواړي د تښتول سویو آلمانيانو په بدل کي زياتي پيسې په لاس راوړي.

خو هايدوک زياتوي چي د ابوسياف ډلې د دې څخه تر مخه څو ځله د يرغمل نيول سوو فيليپيني او بهرني کسانو سرونه پرې کړي دي. يادي ډلې د ۲۰۱۰م کال د می په مياشت د جولو د ټاپو څخه اووه عيسويان چي کب نيونکي او کارګر ول، وتښتول او بيا يې حلال کړل.

د ابو سياف ډله د فيليپين په سويل کي د يو خپلواک هيواد له پاره مبارزه کوي. حال دا چي په دغه هيواد کي د کاتوليکه مسيحيانو اکثريت دی. د ۲۰۰۰ م مېلادي کال په اپريل مياشته کي د ابوسياف جنګياليو د آلمان د ګيوتينګن ښار سره تړاو درلودونکې يوه کورنۍ د جولو د ټاپو څخه يرغمل ونيوله. دغه آلمانۍ کورنۍ د هغه وخت د ليبيايي ولسمشر معمر القذافي په مرسته د خبرو اترو په ترڅ کي راخوشي کړل سوه. د ابو سياف ډلې په تيرو لسو کالو کي په زياته بيا په جنايي کړنو سره شهرت پيدا کړی دی.

د شهرت له پاره

آلمانی کارپوه هايدوک وايي چي « لويه ستونزه دا ده چي هيڅوک په دې نه پوهيږي چي د ابو سياف په ډله کي قومانده د چا په لاس کي ده.» هايدوک زياتوي، دا چي د ابوسياف ډلې اوس د اسلامي دولت سره د يوځای کېدو اعلان کړی دی، د دې معنی نه ورکوي چي د دواړو ډلو تر منځ ژوري اړيکي سته.

هايدوک وايي چي دا هم ممکنه ده چي د ابوسياف ډله غواړي چي په خپل دغه عمل سره ځان اسلامي دولت ته نژدې وښيي او په دې توګه يو ځل بيا د نړۍ توجه ځان ته واړوي. د نوموړي په وينا دغه ډله ښايي غواړي په دغه عمل سره ځان مشهوره کړي.

په عيني حال کي د تښتول سوې آلماني اتباعو برخليک لا نه دی معلوم او داسي اندیښنې پر ځای پاته دي چي ښايي هغوی هم په الجزاير کي د تښتول سوي فرانسوي له برخليک سره مخامخ سي.