1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

د آلماني ښي اړخه ګوند غړي تر مسلمان کیدو وروسته استعفأ وکړه

۱۳۹۶ بهمن ۴, چهارشنبه

د آلمان د برادنبورګ ایالت سیاستوال ارتور واګنر، مسلمان شوی دی. هغه د آلمان له پاره بدیل نومې ګوند غړی دی چې تیر کال یې اسلام پر ضد یو عوامپاله کمپاین له په لاره اچولو سره د آلمان فدرال پارلمان یا بوندستاګ ته لار وموندله.

https://p.dw.com/p/2rPXm
Berlin Kreuzberg AfD-Wahlplakat
انځور: picture-alliance/dpa/W. Steinberg

د آلمان له پاره بدیل ګوند یا AfD د سه شنبې په ورځ هغه رپوټونه تائید کړل چې یو غړی یې چې ارتور واګنر، نومیږي، مسلمان شوی دی.

د آلمان له پاره بدیل ګوند ویاند دانیال فریزه، ویلي دي چې واګنر په براندنبورګ کې د دې ګوند لوړپوړی غړی وو، خو د جنورۍ پر ۱۱مه نیټه یې د دې ګوند په «ملي اجرايي کمیټې» کې له خپلې دندې د شخصي لاملونو له کبله استعفأ وکړه. فریزه زیاته کړې: «ګوند له دې سره هیڅ کومه ستونزه نه لري.»

فریزه ټینګار وکړ چې په AfD ګوند کې داسې ډلې شته چې د مسلمانانو، عیسویانو او همجنسبازانو له ګټو دفاع کوي. واګنر چې په خټه روسي آلمانی دی، له ۲۰۱۵ کال راهیسې د آلمان له پاره بدیل ګوند استازی وو. هغه د ایالتي کمیټې غړی هم وو چې د کلیساو او مذهبي اړیکو مسوولیت یې لره.

مخکې له دې چې واګنر د آلمان له پاره بدیل ګوند غړیتوب واخلي، هغه د صدراعظمې انګلا میرکل د مسیحي دیموکرات اتحاد ګوند غړی وو.

واګنر د خپل دین بدلولو په اړه د آلمان «تاګزشپیګل» ورځپاڼې پوښتنې نه دي ځواب کړي خو ټینګار یې کړی دی چې ګوند داسې کومه هڅه نه ده کړی چې دی استعفأ ته اړ کړي.

د آلمان له پاره بدیل ګوند د تیر کال د سپتمبر میاشتې په ټاکنو کې د آلمان فدرال پارلمان یا بوندستاګ ته په لار موندلو وتوانید او د دې بنسټ دریم تر ټولو لوی ګوند شو.

د دې ګوند له پاره ملاتړ په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې تر هغه وروسته زیات شو چې آلمان په ډیره کمه موده کې تر ۱،۵ میلیونه ډیرو مهاجرو ته اجازه ورکړه چې دې هیواد ته راشي. د آلمان له پاره بدیل ګوند وايي چې آلمان د «اسلامي کیدو» له ګواښ سره مخامخ دی.

زموږ له آرشیف څخه: