«د آلماني ژبې زده کړه مهمه ده، خو لامبو حیاتي ارزښت لري.»
۱۳۹۵ خرداد ۲۷, پنجشنبهډیر شمیر مهاجرو په خپل هیواد کې لامبو نه ده زده کړی او نه شي کولې د اوبو ممکنه خطرونه په سمه توگه و ارزوي. دا موضوع کیدای شي د دوبي په موسم کې خطرناکه وي. تر اوسه پورې څو تنو مهاجرو د لامبو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دوی ډیر شمیر د مني په فصل کې آلمان ته راغلي دي او اوس د لومړي ځل له پاره د دوبي موسم تجربه کوي.
د آلمان په بایرن ایالت کې د اوبو د نظارت ټولنۍ مشر پتر ستاشینکو، په لامبو کولو کې د مهاجرو ستونزه دا ډول تشریح کوي. دوی ډیرې وختونه نه شي کولې چې په ویالو او کوچنیو رودخانو کې موجود خطرونه وسنجوي، دوی ویني چې ډیر شمیر خلک په اوبو کې دي او دا ورته خوند ورکوي.
په لومړي سر کې تر اوبو لاندی مځکه هواره وي خو وروسته بیا څو قدمه وړاندی په ناگهاني توگه ژوروالې پیدا کوي. دوی په اوبو کې خویږي او بالاخره وارخطا کیږي، ژوره سا اخلي او په دی توگه په اوبو کې ډوبیږي.
تیر کال ۲۷ مهاجر د لامبو پر مهال په اوبو کې ډوب شوي ول. د روان کال په دوبي کې تر اوسه پورې لږ تر لږه دوو تنو مهاجرو د آلمان په بایرن ایالت کې د لامبلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. همدارنگه په هامبورگ کې د جون میاشتې په اوایلو کې دریو تنو مهاجرو په اوبو کې د لمبلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له همدې امله «پر اوبو د نظارت ټولنه» د آلمان په بایرن ایالت کې د مهاجرو له پاره د لامبو د زده کړی کورسونه وړاندی کوي.
ایالتي حکومتونه په دې برخه کې مالي مرسته نه کوي. د بایرن ایالت د ټولنیزو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې د لامبو د زده کړی کورسونه د مهاجرو د اړتیا پوره کولو د تمویل قانون په چوکاټ کې نه رازي. د آلمان په شلیس ویگ هول شټاین، ایالت کې د لامبو د یو حوز سرپرست یورگن شټاین گربر، مهاجرو ته لامبو ور زده کوي.
نوموړی وایې: «هغه مهاجر چې د مدیترانې مسیر له لارې رازي باید لامبو یې زده وي. زه هغو مهاجرو ته لامبو ورزده کوم چې د ماشومانو د ډوبیدو شاهدان ول او له لویانو څخه هیڅ چا ونه شوای کولې د دوی د ژغورنې له پاره اوبو ته ور ودانگي. ځکه چې هیڅ یو ته هم لامبو نه وه زده. ... دا ډول کیسې ډیرې خواشینې کوونکي دي.»
ډیر شمیر مهاجر چې د نورد راین وستفالن ایالت ته راغلي دي، لامبو یې نه ده زده.
د «ژوند ژغورنې» په نوم د یوې آلمانې ټولنې ویاند وایې چې د هغو مهاجرو شمیر ډیر کم دی چې لامبو یې دزه وي. د دغې ټولنې د ارقامو پر بنسټ تیر کال په آلمان کې ۷۰ تنو په حوزونو کې د لامبو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې ۳ په کښې مهاجر ول.
په همدې منځ کې د دغې ټولنۍ مسئولین هڅه کوي چې مهاجرو ته د لامبو پر مهال د ممکنه خطرونو په هکله آگاهي ورکړي. په اوس وخت کې په دې هکله په عربي، انگلیسي، فرانسوي، فارسي، اردو، روسي او البانیوي ژبو معلومات خپاره شوي دي.
د کلونو راهیسې د آلمان په ووپر تال، ښار کې یوه رضاکاره ډله مهاجرو ته لامبو ورزده کوي.
«په اوبو کې امنیت» آلمانۍ ټولنه وایې چې متوجه شوي دي چې ډیري وختونه کم عمره مهاجر ماشومان په ډله ییزه توگه لامبلو ته زي، خو دوی د خپل وجود قدرت نه شي سنجولې.
د دغې ټولنې د ویاندې مونیکا رتس لف، په اند باید مهاجرو ته د لامبو د زده کړی شرایط برابر کړای شي. نوموړۍ وایې: «د آلماني ژبې زده کړه مهمه ده خو د لامبو زده کړه حیاتي ارزښت لري.»