آلمان په افغانستان کي د ماموريت دوام تصويب کړ
۱۳۹۴ آبان ۲۷, چهارشنبهاعلان
د آلمان کابينې په پريکړه کي دغه راز ويل سوي دي چي په افغانستان کي دي د آلماني عسکرو شمېر له ۸۵۰ څخه ۹۸۰ ته لوړ سي. د آلمان پارلمان بايد د ماموريت غځول تائيد کړي.
د آلمان د حکومت وياند شتيفن زايبرت په برلين کي ويلي دي چي عسکر ئې بايد افغان امنيتي ځواک وروزي او هغوی ته سلا مشورې ورکړي.
په افغانستان کي د ناټو تر جنگي ماموريت يو کال وروسته داسي ښکاريده چي افغان امنيتي ځواک د دې وړتيا لري چي ټولو امنيتي ستونزو ته په خپله اوږه ورکړي، خو د دولت د مخالفانو له خوا د کندز ښار نيول دا وښووله چي ستونزي لا سته.
زايبرت وويل چي د کندز پيښي ته په کتو سره«ځکه نو دا ډېره اړینه ده چي د افغان امنيتي ځواک ملاتړ ته ادامه ورکړل سي.»