1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان کابينې د مهاجرو کورنيو د الحاق نوی قانون تائيد کړ

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبه

د الحاق قانون په تصويب سره په آلمان کې میشت د يوې کلنې اقامې لرودونکي مهاجر کولای شي د کورنيو غړي راوغواړي. خو په مياشت کې ۱۰۰۰ کسانو ته د راتگ اجازه ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/2xTnx
Deutschland Flüchtlinge kommen nach Tröglitz
د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/H. Schmidt

د آلمان د صدراعظمې انګلا ميرکل کابينې د چهارشنبې په ورځ د مهاجرو کورنيو د الحاق قانون تصويب کړ. د دغه قانون پر بنسټ به هره مياشت تر زرو پورې د مهاجرو د کورنيو غړي آلمان ته راتلای شي. د مهاجرو کورنيو د الحاق مسئله، د آلمان په پارلمان يا بونديستګ کې يوه بحث پارونکې موضوع ده چې د ائتلافي حکومت په دننه کې يې د نظر ژور اختلافات راڅرګند کړي دي.

له نوي قانون سره مهاجر څه په لاس راوړي؟

د مهاجرو کورنيو د الحاق قانون د اګست مياشتي له لومړۍ نيټې څخه، دغه امکانات وړاندي کوي:

● د دغه قانون پر بنسټ، هغه مهاجر چې په آلمان کې ژوند کوي او يوازې «محدود محافظت» يا يو کلنه اقامې لري، د دې حق ترلاسه کوي چې د خپلو کورنيو غړي آلمان ته راوغواړي. دغه مهاجر د پناه غوښتنې له بشپړ حقونو څخه برخمن نه دي او دايمي اقامې هم نه لري.

● د نوي قانون له مخې د روان کال له اګست مياشتي څخه هره مياشت د هغو مهاجرو چې يو کلني اقامې لري د کورنيو غړي به يې آلمان ته د داخليدو او په دغه هيواد کې د اوسيدو حق ترلاسه کوي. خو په مياشت کې تر ۱۰۰۰ تنو پوري.

● د کورنيو د الحاق قانون پر بنسټ، هغه کسان چې په آلمان کې محدود محافظت يا يو کلنه اقامه لري، که هغه ښځه وي کولای شي خپل خاوند او که خاوند وي خپله ښځه د هغو ماشومانو سره يوځای راوغواړي چې ۱۸ کلنۍ ته نه وي رسېدلي. که چيري پخپله مهاجر تر ۱۸ کلنۍ کښته وي، په دې صورت کې کولاي شي خپل مور او پلار آلمان ته راوغواړي.

● په نوي قانون کې، بشردوستانه مواردو ته لومړيتوب ورکړل شوی دی. د بيلګې په توګه، د کم سنه ماشومانو، ناروغانو يا هغو افرادو چې تر سياسي تعقيب لاندې وي، دوسيو ته لمړيتوب ورکول کيږي.

Deutschland Flüchtlinge in Berlin - Kind
د نوي قانون پر اساس، ښځه خپل خاوند یا خاوند خپله ښځه او له اتلسو کلونو ښکته ماشومان يې آلمان ته غوښتلی شي - د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

● که چيري په يوه مياشت کې له مياشتنۍ زر کسيزې سهميې څخه بشپړه استفاده نه کيږي، کيداي شې چې په راتلونکې مياشت کې پوره شي. خو دا يوازې د دغه قانون د اجرا په لومړيو پنځو مياشتو کې کيږي. د بيلګې په توګه، که د دغه قانون له مخې په يوه مياشت کې ۸۰۰ کسان آلمان ته راشي، په راتلونکې مياشت کې د دې امکان شته چې ۱۲۰۰ کسانو ته اجازه ورکړل شي.

● دغه قانون په استثنايي شرايطو کې حتې هغو مهاجرو ته چې په خپلو هيوادونو کې د اسلامپالو په توګه پيژندل شوي دي، هم حق ورکوي چې د کورنيو د الحاق غوښتنليک يې وړاندي کړي. خو شرط يې دا دی چې ثابته کړي چې خپله او د کورنۍ غړي يې کوم ګواښ نه بلل کيږي.

د ګوندونو تصميم

د آلمان پارلمان په فبروري مياشت کې تصميم ونيو چې د محدود محافظت لرونکو مهاجرو د کورنيو د الحاق پروګرام د تعليق دوه کلنه دوره پاي ته ورسوي. د آلمان ائتلافي حکومت له درو ګوندونو څخه جوړ دی.

دغه ګوندونه، مسيحي ديموکرات (سي. دي. او)، مسيحي سوسيال اتحاد (سي اس يو) او سوسيال ديموکراټان (اس پي دې) دي. دوی په خپلو کې يو داسې توافق ته ورسيدل چې هره مياشت د مهاجرو د کورنيو ۱۰۰۰ غړو ته آلمان ته د اخليدو اجازه ورکړل شي.

دغه قانون تر ډيره په سوريايي مهاجرو پوري تړلي. ځکه ډيرو سوريايي مهاجرو د محدود محافظت حق يا يو کلنې اقامې ترلاسه کړي دي. هغه په دې دليل چې دوي له کورنيو جګړو تښتيدلي دي او په دې نه دي بريالي شوي چې په شخصي توګه تر تعقيب لانديتوب ېې ثابت کړي.

د مهاجرو کورنيو د الحاق نوي قانون عملي کيدو ته لا درې مياشتي پاته دي، خو آلمانۍ رسنيو د چهار شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې له اوسه ۲۶ زره کسانو د کورنيو د الحاق ويزو له پاره خپل درخواستونه وړاندې کړي دي.

پر ورته موضوع يو انځوريز البوم: