1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوځ د طالبانو د بریدونو شمیر نه خپروي

کریستین کریپ (مسعود جهش)۱۳۹۲ دی ۱۹, پنجشنبه

د آلمان پوځ په راتلونکې کې د افغانستان د شمال د امنیتي وضعیت د څیړنو پر مهال د طالبانو د بریدونو دقیقې شمیرې نه خپروي. منتقدین په دې نظر دي چې د دې کار لامل ښايي سیاسي محاسبې وي.

https://p.dw.com/p/1AnpY
انځور: Bundeswehr/Faller

د تیر کال د دسمبر میاشتې په ۱۱ نیټه په یوه کمین کې دوه تنه افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول. تر دې پېښې یوه ورځ وروسته بیا رسنیو رپوټ ورکړ چې د افغان ځواکونو او یاغیانو تر منځ په نښته کې دوه تنه یاغیان او یو تن ملکي وگړی ووژل شو. په دې پېښه کې د پولیسو یو غړی ټپي هم شو. د آلمان پوځ د بیلگې په توگه دغه ډول پېښې «امنیت پورې تړلې پېښې» بولي. په امنیت پورې تړلو پېښو کې د بیلگې په توگه ترهگر بریدونه، نښتې، د ماینونو او انفجاري توکو خنثی کول ټول شامل دي.

اوس افغان ځواکونه د ټول هیواد امنیتي مسوولیتونه پر غاړه لري.
اوس افغان ځواکونه د ټول هیواد امنیتي مسوولیتونه پر غاړه لري.انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان پوځ د افغانستان د امنیت په اړه په خپل اوونیز رپوټ کې یوازې د دغه شان پېښو بیلگې ورکوي. په عین حال کې آلماني پوځ د دې هیواد پارلمان ته هم په خپل اوونیز رپوټ کې چې د محرمو اسنادو په ډله کې شاملیږي، د افغانستان په شمال کې د امنیتي پېښو جزئیات نه اعلانوي.

د دې کار یو لوی دلیل دا دی چې په افغانستان کې آلماني ځواکونه د افغان چارواکو له خوا رسیدونکي معلومات د اعتماد وړ نه بولي. تر هغه وروسته چې د آلمان پوځ د افغانستان د شمال امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپارل، هغوی ته یې دا مسوولیت هم ولیږدوه چې امنیتي پېښې ثبت کړي.

تر دې مخکې د ۲۰۱۳ کال د جون په میاشت کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د «افغانستتان د پرمختگ رپوټ» وړاندې شوی وو. په دې رپوټ کې راغلي وو چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو کې د افغان ځواکونو له خوا د امنیتي پېښو په اړه اعلان شوي ارقام باید تصحیح شي. په همدې وخت کې د آلمان پوځ اعلان کړی وو چې تر دې وروسته به د افغانستان په شمال کې د امنیتي پېښو په اړه شمیرې اعلان نه کړي.

مخالفو گوندونو د دفاع پر وزارت باندې نیوکه کړې ده

د آلمان د زرغونو گوند د بهرني سیاست په برخه کې ویاند امید نوري پور، د آلمان د دفاع وزارت له خوا د معلوماتو پر نه خپریدو باندې نیوکه کړې ده. هغه ویلي دي چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت تر هغه وخته پورې دغه معلومات خپرول چې مناسب ول: «اوس د دې امکان نه شته چې دغه شمیرې دې مناسبې وي له همدې کبله هغوی وایي چې دغه شمیرې نه خپروي. دا یوازې د دې په خاطر دی چې وضعیت خراب ښکاره نه شي او دا د واقعیت ردول دي.»

د آلمان د کیڼ اړخو گوند سیاستوال اننگور هویگر، هم پر دې پریکړې باندې نیوکه کوي او وایي: «زما له نظره په دې ترتیب سره به د امنیتي وضعیت د څیړنې له پاره کوم معیار موجود نه وي. سړی هغه وخت کولای شي چې امنیتي وضعه په سمه توگه وڅیړي چې وشي کولای د پېښو په اړه دقیق معلومات ولري. یا خو دا دی چې وضعیت ډیر خراب دی [چې شمیرې نه اعلانیږي].»

توماس روتیگ وایي چې اوس د افغانستان امنیت د پخوا په پرتله خراب شوی دی.
توماس روتیگ وایي چې اوس د افغانستان امنیت د پخوا په پرتله خراب شوی دی.انځور: picture-alliance/dpa

د امنیتي پېښو ډیریدل

د هغه شمیرو له مخې چې په وروستیو وختونو کې اعلان شوي دي داسې ښکاري چې «د امنیت پورې تړلو پېښو» شمیره لوړه شوې ده. په ټول ټال ډول په ۲۰۱۲ کال کې په هغو سیمو کې چې آلماني ځواکونه په کې میشت ول ۱۲۲۸ امنیتي پېښې ثبت شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې یوازې د ۲۰۱۳ کال په نیمایي کې د دغو پېښو شمیره ۸۲۶ ته رسیدلې ده.

د افغانستان د څیړونکو د شبکې غړی توماس روتیگ، په دې اند دی چې د شمیرو د نه خپرولو پریکړې تر شا ښايي سیاسي محاسبې موجودې وي. هغه زیاتوي: «دغه کار د لوبې له پاره ډیر مناسب دی ځکه داسې رسمي استدال کیږي چې پوځیان اوس راایستل شوي دي، ماموریت پای ته رسیدلی دی او وضعه ښه شوې ده.»

د وضع د څیړنې له پاره نوي معیارونه

د آلمان د فدرال حکومت د دفاع وزارت ویاند له دویچه ویله سره په مرکه کې «امنیت پورې تړلې پېښې» یوازې یو معیار وباله. په راتلونکې کې به د امنیتي وضعیت د څیړلو له پاره نوي معیارونه وټاکل شي. د افغان ځواکونو وړتیا، امنیتي وضعیت او د خلکو پر وړاندې د یاغیانو له کبله رامنځ ته کیدونکي گواښونه په دغو معیارونو کې شامل دي.

د روان کال تر پایه پورې به ټول بهرني جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
د روان کال تر پایه پورې به ټول بهرني جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.انځور: picture-alliance/dpa

د دفاع وزارت ویاند وویل چې د پرمختگ په اړه رپوټ کې په هر مورد کې امنیت پورې د تړلو پېښو شمیرې خپرې شوې دي. هغه زیاته کړه: «په دې مورد کې شمیرې مطرح نه دي خو له یو بل سره د پېښو اړیکې او نظم او ترتیب په دې رپوت کې راغلي دي.»

آلماني ځواکونه وایي چې اوس په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی. خو روتیگ ادعا کوي چې واقعیت په اصل کې بل څه دی. دغه کارپوه وایي چې د خپلو معلوماتو له مخې په دې پوهیږي چې طالبانو د افغانستان په ځینو سیمو کې بیرته قدرت ترلاسه کړی دی. هغه وایي: «اوس چې شمیرې نه خپریږي، نو معلومات به یوازې د روایتونو پر اساس تر لاسه کیږي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب