1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د آلمان پوليسو شپږ تنه له داعش سره د تړاو په تور ونيول

۱۳۹۶ آبان ۳۰, سه‌شنبه

آلماني پوليسو په مختلفو ښارونو کې شپږ تنه د «اسلامي دولت» ډلې سره د اړيکو لرو په شک نيولي. ويل کيږي چې مهاجرو د دغو کسانو په اړه پولیسو ته معلومات ورکړي چې پرې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو پلان لرلو شک موجود دی.

https://p.dw.com/p/2nzbd
Police Launch Anti-Terror Raids Across Hesse State
انځور: Getty Images/T. Lohnes

د آلمان پوليسو د سه شنبې ورځې په سهار د دغه هيواد په څلورو ايالتونو کې د «اسلامي دولت» يا داعش تروريستي ډلې سره د اړيکو لرلو په تور څو تنه ونيول. د فرانکفورت څارنوالانو په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې نيول شوي کسان شپږ تنه د سوریې هیواد دي چې عمرونه يې د ۲۰ او ۲۸ کلونو تر منځ دي.

د دغو افرادو د نيولو په عملياتو کې د پوليسو شاوخوا ۵۰۰ ځواکونو ګډون کړی وو چې د آلمان په کاسل، هنووور، ايسين او لاپبزيک ښارونو کې اته کورونه تلاشۍ کړي دي. د آلمانۍ ورځپاڼې «ويلت» په حواله، پوليسو د عملياتو پر مهال لپ ټاپ کمپيوټرونه، ګرزنده تيلفونونه او اسناد هم ترلاسه کړي دي.

د فرانکفورت څارنوالو په وينا، پر نيول شويو کسانو تور دی چې «پلان يې درلود تر څو د وسلو او يا هم چاوديدونکو موادو په وسيله د آلمان په يوه عامه ځای کې يو تروريستي بريد ترسره کړي». چارواکو ويلي دي چې نيول شوي کسانو لا تر اوسه پورې د بريد ترسره کولو له پاره چمتوالی پای ته نه وو رسولی.

د نيول شويو کسانو له ډلې څخه څلور تنه يې د پناه غوښتونکو په توګه په ۲۰۱۴ کال کې آلمان ته داخل شوي وو او دوه نور بيا د ۲۰۱۵ کال په اګست او سپتمبر مياشتو کې دغه هيواد ته راغلي ول.

«ويلت» ورځپاڼې دې موضوع ته نژدې سرچينو په حوال لیکلي دي چې د دغو کسانو په اړه معلومات، چې ویل کيږي په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې فعال جنګیالي ول، پناه غوښتونکو ورکړي دي.

آلماني پوليسو د اکتوبر مياشتې په پاې کې هم يو سوريايي مهاجر په دې تور چې په آلمان کې يې د يو بريد د ترسره کولو له پاره چاوديدونکي توکي برابرول، نيولی وو.

په ۲۰۱۶ کال په آلمان کې د برلين بريد په ګډون څو تروريستي بريدونه ترسره شول. د برلين بريد په دسامبر مياشت کې د يوه تونسي له خوا د يوې غلا کړل شوې لارۍ موټر په مرسته د کريسمس ښار په ېوه ګڼې ګوڼې ساحه کې ترسره شو. په دې برید کې ۱۲ کسان ووژل شول.

په تيرې جولای مياشتې کې يو بل ۲۷ کلن سوريايي مهاجر د آلمان په سويلي ښار انسبخ کې د موسيقي له يوه فيستوال څخه بهر چاودنه وکړه چې خپله په کې ووژل شو او ۱۵ تنه نور يې ټپيان شول.

(k.s/m.s (AP, AFP, dpa