1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په کولن ښار کې یو افغان مهاجر ډبول شوی

۱۳۹۶ اسفند ۱, سه‌شنبه

نا څرګندو کسانو د آلمان په کولن ښار کې یو افغان مهاجر په ډیر بد ډول ډبولی دی. نوموړی مهاجر په یوه کلينیک کې تر درملنې لاندې نیول شوی دی.

https://p.dw.com/p/2t1El
Gewaltbereite Jugend Berlin Deutschland Symbolbild
انځور: Imago/photothek/L. Johannssen

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د کولن ښار پولیسو ویلي دي د هغو دریو ناڅرګندو کسانو په لټه کې دي چې پر یوه افغان مهاجر یې له پردیو سره د دښمنې له مخې دغه راسیستي برید ترسره کړی دی.

د دغې پیښې څیړونکو د سه شنبې په ورځ(د فبروري میاشتې ۲۰) ویلي دي چې دغه مهاجر د تیرې شنبې په ورځ(د فبرورۍ میاشتې په ۱۷) پر خپل بائسیکل د «نوییهرینفلډ» په ناحیه کې روان وو چې یو تن له عاملينو څخه هغه په خبرو ونیوه او په بهانه یې په دغه سیمه کې د یوې تپې سر ته بوته چیرې چې ډیرې ونې وې.

هلته د دغه عامل برید کونکي دوه تنه نور ملګري هم منتظر ول. دوی په پیل کې دغه ۲۶ کلن افغان مهاجر ته پر ونو دری مات شوي صليبونه (د نازیانو نشانونه) ښودلي او بیا دری واړو

هغه وهلی، ډبولی او سپکاوی یې ورته کړی او بالاخره یې ستونې ورته خفه(خفک) کړی دی.

وروسته یوه لاروي چې له دې ځای تیریده دغه مهاجر یې لیدلی چې د ځمکې پر مخ پروت دی. لاروي بیړنیو طبي مرستو یا امبولانس ته خبر ورکړی او دغه مهاجر هلته په یوه روغتیایې کلينیک کې تر درملنې لاندې نیول شوی دی.

پولیسو د پيښې د عیني شاهدانو د پيدا کولو او عاملينو د نیولو هڅې پيل کړي دي.