1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په همبورګ کې د «جي ۲۰» سرمشریزه پای ته ورسیده

۱۳۹۶ تیر ۱۷, شنبه

د آلمان د همبورګ ښار په کوربتوب د «جي ۲۰» سرمشریزې ناسته د لاریونونو او تاوتریخوالي سربیره، پای ته ورسیده. له امریکا پرته د دې سرمشریزې نورو ۱۹ هیوادونو د اقلیم بدلون په هکله خپلې ژمنې یو ځل بیا تکرار کړې.

https://p.dw.com/p/2gCgO
Deutschland, Hamburg, G20 Proteste
انځور: Getty Images/AFP/P. Stollarz

دا ځل د «جي ۲۰» په نامه د نړۍ د ۲۰ سترو اقتصادي او صنعتی هیوادونه ناسته د آلمان د همبورګ ښار په کوربه توب پیل شوه. د دې سترې اقتصادي ناستې پایلو ته ټوله نړۍ سترګې په لار ده، خو د دغه لاریون پر ضد په همبورګ کې پراخ لاریونونه روان دي.

که څه هم له دې ناستې څخه انتظارات په تر ټولو ټیټه کچه کې دي خو بیا هم هر هیواد هڅه کوي چې خپلي ملي ګټې خوندي کړي. د جي ۲۰ سرمشریزې پر ضد د آلمان د همبورګ په ښار کې پراخ لاریونه هم روان دي. دغه لاریونونه تیره ورځ په تاوتریخوالي اوښتي چې له امله یې ګڼ شمیر ټپیا هم شوي دي.

Deutschland, Hamburg, G 20
انځور: Reuters//H. Hanschke

د «جي ۲۰» سرمشریزې پر ضد لاریونونه

په لومړي سر کې دغه لاریونونه سوله ایز وو خو د وخت په تیریدو سره په تاوتریخوالي اوښتي دي. پولیسو د لاریون کوونکو پرضد اوبه، او د مرچو سپرې هم کارولې ده.

د تاوتريخوالي په ترڅ کي د دغې سیمي د يو شمېر دوکانونو ښيښې ماتي کړل شوي. د پوليسو په وينا په يو شمېر دوکانونو کي سوځېدونکي توکي غورځول سوي تر څو دغه دکانونه وسوځل شي. پولیسو د مظاهره چیانو د تیت کولو له پاره اوبه او د مرچو سپرې هم کارولې ده.

Deutschland, Hamburg, G20, Krawalle im Schanzenviertel
انځور: DW/J. Witt

وروستي رپوټونه وايي چې پولیس اوس په دې توانیدلي چې له تاوتریخوالي ډک لاریون تر کنټرول لاندې راولي او د ښار امنیتي وضعیت ښه کړي. داسې رپوټونه هم ورکول کیږي چې د شنبې په ورځ د سرمشریزې په پای کې به تازه لاریونونه هم ترسره شي.

د سرمشریزې په څنډه کې مشرانو کتنې

د ټاس په نامه د روسیې خبري آژانس رپوټ ورکړی چې د دې ناستې په یوه برخه کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د خپلو خبرو په ترڅ کې د «جي ۲۰» سرمشریزې ګډونوالو ته دا ډاډ ورکړ چې د هغه هیواد د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۶م کال په ټاکنو کې لاس وهنه نه دې کړې.

د دې سرمشریزې په ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو، روسیې او اردن د سوریې په جنوب غربي سیمه کې په اوربند سره سلا شوي او ټاکل شوې چې دغه اوربند به د یکشنبې له ورځې عملي شي.

G20 Erdogan und Putin
انځور: Reuters/K.Ozer

په عین وخت کې ځینو سرچینو د آلمان خبري اژانس ته په خبرو کې ویلي چې د امریکا متحده ایالات د «جي ۲۰» د مشرانو لخوا د منل شوې اعلامیې سره موافقت نه لري.

G20 Gipfel in Hamburg | Putin & Trump
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

د دې سرمشریزې په څنډه کې د امریکا ولسمشر او د روسیې ولسمشرانو سربیره پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ملاقات کړی او د سوریې د جګړې په هکله یې خبرې اترې کړي دي.