1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په هسن ايالت کې د شکمنو ترهګرو د نيولو عملیات

۱۳۹۵ بهمن ۱۳, چهارشنبه

د آلمان پولیسو په فرانکفورت او د دې ښار په څنډو کې د «اسلامي دولت» يا داعش ترهګري ډلي د شکمنو غړو د نيولو عملیات کړي دي. ویل کیږي چې دغو کسانو ښايي د ترهګرو بریدونو ترسره کولو پلان لاره.

https://p.dw.com/p/2Wljs
Deutschland Hessen - Durchsuchungen wegen Terrorverdachts
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د آلمان پولیسو د چهارشنبې په ورځ سهار وختي په هسن ایالت کې عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ۵۴ کورونه، سوداګریز مرکزونه او مسجدونه لټول شوي دي. چارواکو ویلي دي چې اوس ۱۶ کسان چې عمرونه يې ۱۶ او ۴۶ کلونو تر منځ دي، د یوې بهرنۍ ترهګري ډلې د غړیتوب او بریدونو د پلانولو په شک تر څېړنو لاندي دي.

د دغي ډلي یو تونیسی شکمن مشر چې ۳۶ کلن بلل شوی، پولیسو نیولی دی. هغه د ۲۰۱۵م کال له اګست میاشتې راهیسې تر شک لاندي وو چې د داعش ترهګري ډلې له پاره نوي غړي ګوماري او بیا هغوی قاچاقوي. پر دې سربیره پر هغه باندې د يوې شبکې د جوړولو او ترهکرو بريدونو د پلانولو شک دی.

چارواکو د خپلو لومړیو موندنو په حواله ویلي دي چې د يوه ترهګریز برید پلان اوس هم په لومړۍ مرحله کې وو. زیاته شوې ده چې د دغه احتمالي برید له پاره لا تر اوسه پوري کوم هدف هم ټاکل شوی نه وو.

په آلمان په هسن ايالت کې عملیات درې ساته وروسته له هغه ترسره کیږي چې پولیسو د برلین په یوه مسجد کې د سه شنبې په شپه ناوخته درې کسان له داعش ډلې سره د تړاو په تور ونیول. چارواکو ویلي دي چې په برلین کې د تیرکال د برید مسئول انیس عامري، هم له دغه مسجد سره تړاو لاره.

نور مطالب: