1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په نوي ائتلافي حکومت کې به څوک شامل وي؟

۱۳۹۶ مهر ۳, دوشنبه

د آلمان سوسيال ديموکرات ګوند اپوزيسيون ته ځي. اوس نو يوازي د مسيحي ديموکرات/مسيحي سوسيال اتحاد، ليبرال او زرغون ګوند ترمنځ په ائتلاف سره حکومت جوړيدلای شي. دغه څلور ګوندونه بايد يوه توافق ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/2kden
Illustration Jamaika-Koalition
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst

په داسې حال کې چې د يکشنبې ورځې په ټاکنو کې د آلمان په ائتلافي حکومت کې شامل سوسيال ديموکرات ګوند (SPD) له سختې ماتې سره تر مخامخ کيدو وروسته سملاسي په اپوزيسيون کې د شامليدو اعلان وکړ دا خبره واضح شوه چې نوی حکومت به ښايي د ميرکل د محافظه پال ګوند، ليبرالانو او زرغون ګوند ترمنځ جوړ شي. انګلا ميرکل چې په دې ټاکنو کې يې د تیرو په پرتله کمې رای اخيستي دي، ښايي په خپله څلورمه دوره کې د نويو ننګونو سره مخامخ وي.

که څه هم چې مخکې هم د آلمان په ايالاتونو کې د دې ګوندونو ترمنځ ائتلافونه شوي دي او اوس هم شته خو د فدرال په کچه به دا لومړی ځل وي چې دغه ګوندونه سره ائتلاف کوي.

له دوبي راهيسې په شليسوک هولشتاين ايالت کې د دغه ګوندونو روان ائتلاف لا ډير تازه دی څو يې په اړه څه وويل شي. د CDU/CSU  ګوندونو، ليبرال او زرغون ګوند ترمنځ لومړی ائتلاف چې په ۲۰۰۹ م کال کې په کوچني ايالت زارلند کې جوړ شوی وو، د ۲۰۱۲ م کال په سر کې له منځه ولاړ چې علت یې دريو سرو ګوندونو ترمنځ د نظر موجود اختلافات نه، بلکې د ليبرال ګوند داخلي اختلافات ول. له همدې امله د مسيحي ديموکرات ګوند لومړۍ وزیره مجبوره شوه دغه حکومت له منځه يوسي.

اوس نوموړې د ۲۰۱۷م کال له می مياشتې راهیسې د سوسيال ديموکرات ګوند سره په ائتلاف کې شامله ده.

Bundestagswahl | CDU Merkel
انځور: imago/S. Zeitz

خو اوس دا پوښتنه راپورته کيږي چې د مرکزي حکومت په کچه د ميرکل بالقوه ائتلافي شريکان ائتلاف ته تر کومه حده چمتو دي؟  ميرکل په تيرو دولسو کلونو کې د يوې اعتدال خوښونکې صدراعظمې لقب خپل کړی دی. د دې پلويان هم په همدې نظر دي، خو مخالفين يې بيا پرې تور لګوي چې خپل مشخص دريځ نه ښکاره کوي. خو د دوو ګوندونو سره د ائتلافي حکومت د رامنځته کولو په تړاو خبرو اترو له پاره ميرکل اړتيا لري چې دوی قانع کړای شي. دا چې د دې د مسيحي ديموکرات ګوند او د متحد ګوند مسيحي سوسيال ترمنځ هم د نظر اختلاف موجود دي، کومه پټه خبره نه ده. 

د مهاجرو پر سياست به اختلاف موجود وي

خو په شاوخوا کې هیڅوک هم داسې نه بريښي چې د ميرکل واک تر سوال لاندي راوستلای شي. دا خبره اوس په بايرن ايالت کې د مسيحي سوسيال ګوند له خوا د رايو تر بايلولو وروسته دې ګوند او ايالتي لومړي وزیر زيهوفر ته هم جوته شوې ده. خو بيا هم ددغه ګوند له خوا د ميرکل پر سياست د ګوزارونو احتمال شته.

د زاکسن ايالت د داخلي امنيت او د مهاجرو د سیاست په اړه لافې به هغه څه وي چې د ليبرال او زرغون ګوند سره د حکومت جوړولو پر خبرو اترو به منفي اغيز وکړي. د پنا غوښتنې د قوانينو لا پسې ټينگول به د زرغون ګوند له پاره اسانه خبره نه وي. خو له ترهګرۍ سره د مبارزې پر موضوع به بيا ګدونوال په آسانې سره يوه توافق ته ورسيږي.

ليبرال او زرغون ګوند بايد له يو بل سره، او نه د يو بل په اړه خبرې وکړي

مسيحي اتحاد به مجبور وي چي تر ډيرو شيانو تير شي. پر ولس او د دوی د آزادۍ پر حق محدوديتونه هغه څه دي چې ليبرال او زرغون ګوند یې تصور نه شي کولای. له بله پلوه بايد دغه دوه سره کوچني ګوندونه خپل منځي د نظر اختلافات راکم کړي او د يو بل پر لور حرکت وکړي. ليبرال ګوند چې په تیرو څلورو کالو کې له پارلمانه بهر وو، پر زرغون ګوند تور لګوي چې دوی خلک نه پريږدي خپله پریکړې وکړي او پر دوی خپلې پريکړې تحملوي. برعکس بيا آزاد ديموکراتان د داسې يوه دولت د خوښونکو په سترګه ګوري چې اقتصادي ګټو ته د عادي وګړو په تاوان لومړيتوب ورکوي.