1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په ايالتونو کي د پناه غوښتني د قبلېدو شمېر توپير لري

۱۳۹۶ فروردین ۷, دوشنبه

د يوې ارزوني پايلي ښيي چي د پناه غوښتني پر قوانینو سربیره، د آلمان په هر ایالت کې د پناه غوښتني د قبلیدو شمېر یو له بل سره ډیر توپیر کوي.

https://p.dw.com/p/2a2IN
Deutschland BAMF-Außenstelle in Sachsen
انځور: picture-alliance/dpa/H. Schmidt

آلمان کې د پناه غوښتنې د قبلیدو شمیر په ایالتونو کې له یو بل توپیر لري

د يوې ارزوني پايلي ښيي چي د پناه غوښتني پر قوانینو سربیره، د آلمان په هر ایالت کې د پناه غوښتني د قبلیدو شمېر یو له بل سره ډیر توپیر کوي.

یو ډول قوانین، خو عملي کول یې توپیر سره لري: دا پوښتنه چې یو پناه غوښتونکی د مهاجر په توگه قبلیدای شي، ظاهراً یوازې د هغه د تیښتي په دلایلو پورې اړه نه لري، بلکې په دې پوره هم اړه لري چې هغه د آلمان په کوم ایالت کې د پناه غوښتنه کړې ده. دغه خبره د کونستانڅ، پوهنتون په یوه څیړنه کې جوته شوې ده.

د دغې څيړني لیکوالان لیزا ریدل او گیرالد شنایدر په یوې «سیاسې څلور میاشتنۍ مجله» کې لیکې، داسې ښکاري چې د کډوالو او مهاجرو له پاره د فدرال ادارې کارکوونکي د پناه غوښتني په اړه په خپلو پريکړو کې د «خپلې انگیرنې له مخې د هغه ایالت وضعیت» چې دوی پکې ځای پر ځای دي، هم په پام کې نیسي. 

د رپوټ له مخې له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۵م کاله پورې تر ټولو زیات د پناه غوښتني د قبلیدو شمیره په زار لند ایالت کې وه چې ۶۹ سلنه ته رسیږي. تر هغه وروسته بریمن ایالت دی چې دغه شمیره پکښې بیا ۵۵،۷ سلنه وه. په زاکسن کې بیا ۲۶،۹ سلنه او په برلین کې یوازې ۲۴،۶ سلنه وه. دا په داسې حال کې ده چې په ټول آلمان کې له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۵م کال پورې د پناه غوښتنې د قبلیدو شمیره لوړه شوې ده.

څیړونکو دا هم په پام کې نیولي وه چې د آلمان د مهاجرو او کډوالو چارو د ادارې له خوا د مهاجرو د قبلیدو توپیر په دې پورې هم اړه لري چې پناه غوښتونکی له کوم هیواد سره تړاو لري. څیړنې موندلې ده چې په حقیقت کې دغه څه د سوریې د مهاجرو په هلکه دغه شمیر کابو یو شان تناسب لري. خو بیا برعکس د عراق او افغانستان د پناه غوښتونکو په برخه کې توپیر شته.

څیړنه ښيي چې د بیلگې په توگه په نیدرزاکسن ایالت کې د ۷۵،۵ سلنه عراقیانو د پناه غوښتنه منل شوې بیا په زاکسن ایالت کې دغه ۳۷،۵ سلنه وو. همداشان په نارد راین ویستفالن ایالت کې د افغانانو د پناه غوښتنې شمیره ۳۴،۴ سلنه وه خو په براندنبورگ کې دغه څه یوازې لس سلنه وو.

څیړونکي د قبلیدو د مختلفو شمیرو او د ایالتونو د اجتماعي-اقتصادي خصوصیاتو تر منځ یو ارتباط ټینگ کړی دی. په هغو ایالتونو کې چې د نفوس شمیره زیاته او یا د بې کاریو شمیره ټیټه ده، هلته د پناه غوښتنې د قبلیدو شمیره لوړه ده. باالمقابل په هغو ایالتونو کې چې د نفوس شمیر کم او د بې کارۍ کچه لوړه ده، هلته د قبلیدو چانس کمزوری دی.

څیړونکو د پناه غوښتنې د قبلیدیو بیلا بیلې شمیرې او د ایالتونو ټولنیزو او اقتصادي مشخصاتو ته یو ارتباط ورکړی دی.

د دغه څیړنې له مخې په ځانگړې توگه په هغو ایالاتونو کې د قبلیدو شمیره ډیره ټیټه ده، چیرې چې د بهرنیو ضد ډیرې حملې ثبت شوي دي. د کونستانڅ، کارپوهان پخپله څیړنه کې دې پایلې ته هم رسیدلي دي چې د یوه ایالت د یوې برخې د ښي اړخه عوامپالو احساساتو هم په دغه ځای کې د کډوالو او مهاجرو چارو ادارې پر پریکړو باندې یو څه اغیز لرلی دی.

په خپل رپوټ کې شنایدر، نیوکه کړې ده چې یوه فدرالي اداره باید پرته له دې چې په کوم ایالت کې څومره مهاجر دي ناپلوي پریکړه وکړي. هغه په دې نظر دی چې د فدرالي ادارې د تصمیم نیوونکی مامور د صلاحیت ساحه باید محدوده کړای شي. پر دې سربیره د هغه په نظر د پناه غوښتني د قبلیدو په هکله ټول تصمیمونه باید په انفرادي او دغه راز د نوموړې فدرالي ادارې په هره څانگه کې له یوې څارنې تیره شي. د هغه په خبره دا د یو «ستر شفافیت له پاره» ښه بنسټ جوړوي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: