د آلمان په یوه ښوونځي کې پر لمونځ بندیز، بحث راپارولی
۱۳۹۵ اسفند ۱۳, جمعهدې موضوع اوس په آلمان کې یو بحث راپارولی دی. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان له پاره بدیل ښي اړخه ګوند د دې پریکړې هرکلی کړی.
د اوپرتال د «یوهانس راو ګمنازیوم» په هغه داخلي یاداښت کې چې ښوونکو ته استول شوی دی، راغلي دي: «په وروستیو اوونیو کې په ډیریدونکې توګه لیدل کیږي چې مسلمان زده کوونکي په ښوونځي کې په داسې حال کې چې نور یې وینې، لمونځ کوي. دا موضوع په تشنابونو کې د اودس کولو، د جای نمازونو د هوارولو او ځانګړو حرکتونو کول، نور زده کوونکي ليدلای سي.»
په یاداښت کې زیاته شوې ده: «دې ته اجازه نه شته.»
په دې اړه په لومړي ځل «دیر ویسترن» د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړ. د نویو تدابیرو په ترڅ کې د ښوونځي له کارکوونکو څخه غوښتل شوي دي چې د ښوونځي مدیریت ته هغه زده کوونکي چې لمونځ کوي «په ګوته کړي» او په اړه یې رپوټ ورکړي.
په یاداښت کې راغلي دي چې د دغه بندیز په اړه باید زده کوونکو ته په «دوستانه» توګه معلومات ورکړل شي.
په ټولنیزو رسنیو کې بحث
دغه موضوع چې وروسته فیسبوک ټولنیزي شبکې ته هم پورته شوې وه، نیوکې راپارولي دي. د فیسبوک یوه کاروونکي پوښتلي: «هغوی ولي نه شي کولای چې لمونځ وکړي؟ دا هم د آلمان په توګه یوه مذهبي هیواد کې، چې اوس له زغمه ډک او پرانیستی دی.»
یوه بل کاروونکي د آلمان اساسي قانون ته په اشارې سره ویلي دي: «د مذهبي آزادۍ په اړه څه ویل شوي؟ د آلمان د اساسي قانون څلورمه ماده؟»
یو شمیر نورو کاروونکو بیا د دې پریکړې ستاینه کړې ده. یوه کاروونکي لیکلي دي: «زه فکر کوم چې دغه لیک ډیر ښه دی. دغه شان کارونه په ښوونځي پوري اړه نه لري.»
بل کاروونکي بیا لیکلي دي: «ایا موږ هغوی ته اجازه ورکولی شو چې په ښوونځي کې جاینمازونه هوار کړي.»
د آلمان له پاره بدیل ګوند ستاینه
د دغه ګوند د اوپرتال ښار څانګې هم ډیر ژر د دې موضوع پر وړاندې غبرګون وښود. دې ګوند ویلي دي: «د ښوونځي د مدیریت دغه کار په زړه پوري او زموږ له نظره معقول دی.»
دې ګوند په یوه بله بیانیه کې ویلي دي چې د زده کوونکو دغه کار ښيي چې هغوی «نه دي ادغام شوي» او دا موضوع یې د آلمان د کډوالو په سیاست کې د بدلون راوستلو له پاره د اړتیا یو ثبوت بللی دی.
د پریکړي وضاحت
د اوپرتال د دغه ښوونځي چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ځايي شورا یوې ویاندې دګمار ګروس، دویچه ویله ته ویلي دي چې د ښوونځي هدف په «پاروونکي توګه پر لمونځ کولو باندي بندیز وو». هغې زیات کړې ده چې د دې کار هدف په ښوونځي کې د سوله ایزي فضا ساتل وو.
هغې زیاته کړې ده چې یو شمیر زده کوونکو او ښوونکو د خپلو ټولګۍ والو د کړو وړو له کبله ځانونه تر فشار لاندي احساسول او له همدې کبله دغه یاداښت دې وضعیت ته د حل یوه لاره وه.
خو ځايي شورا ویلي دي چې په دې یاداښت کې یو څه ناسم لغات کارکول شوي دي چې کیدای شي ترې غلط مفهوم واخیستل شي. د ګروس په خبره زده کوونکي کولی شي چې لمونځ وکړي په دې شرط چې ښوونځي اخلال نه کړي.
هغې ویلي دي: «له هغو زده کوونکو سره چې په عام محضر کې یې لمونځ کاوه، د بحث له لارې، د ښوونځي اداره غواړي چې داسې لاري وموندي چې زده کوونکي په داسې شکل لمونځ وشي کولی چې نورو ته مزاحمت و نه شي.»
د ګروس په خبره، له قانوني لحاظه د ښوونځي اداره اجازه لري چې یو بندیز هم رامنځ ته کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې په آلمان کې د زده کوونکو د لمونځ په اړه په ښوونځیو کې بحثونه رامنځ ته کیږي. تر دې مخکې د برلین ویدینګ سیمې یوه ښوونځي زده کوونکي په محکمه کې عریضه کړې وه چې ښوونځی یې ورته د جمعې په ورځ په عام محضر کې د لمونځ کولو اجازه نه ورکوي. محکمې بیا په دې دلیل چې د هغه دغه کار د ښوونځي فضا خرابوي، د دغه زده کوونکي عریضه رد کړې وه.