1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پرهوايي ډگرونو او اورگاډو د تروریستي بریدونو پلان

۱۳۹۵ مهر ۲۰, سه‌شنبه

داسې ښکاري چې د یو مشکوک تروریست په نیولو سره په آلمان کې د سترو بریدونو مخه ونیوله شوه. ویل کیږي چې نیول شوی شکمن سوريايي تروریست له داعش سره اړیکې درلودې او دآلمان پر بنسټيزو تأسیساتو یې د بریدونو پلان لاره.

https://p.dw.com/p/2R6HX
Chemnitz Anti-Terror-Einsatz
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

د آلمان د کورني استخباراتو یا «د اساسي قانون د ساتنې» رئیس هانس-گیورگ ماسن د آلمان لومړي تلویزوني چینل ته په یوه مرکه کې وویل: «موږ ځیني استخباراتي معلومات تر لاسه کړي ول، چې دغه سړي غوښتل په لومړي سر کې د آلمان پر اورگاډو برید وکړي.» هاسن زیاته کړه: «داسې ښکارېده چې په لومړي سر کې په برلین کې هوايي ډگرونه تر ځيرلاندې ول.»

د ماسن د وینا له مخې د آلمان کورني استخباراتي سازمان ته آن په سپتمبر میاشت کې ځیني معلومات رسیدلی ول چې «اسلامي دولت نومې ترهگړه ډله» یا داعش د آلمان پر بنسټيزو تأسیساتو د بریدونو پلان لري.

هغه وویل چې تر تیري پنجشنبې پورې يې وخت ونیو چې استخبارات دا پیدا کړي چې څوک به د دې احتمالي حملو له پاره مسئول وي. مانس یادونه وکړه چې له هغه وروسته نوموړی سوریايی وگړی چې په آلمان کې د مهاجر په توگه منل شوی وو، شپه او ورځ تر څارني لاندي نیول شوو. 

د آلمان کورنی استخبارتي سازمان چې په آلماني ژبه «فرفسونگ شوتڅ» ورته وايي، د معلوماتو له مخې «البکر» نومي مشکوک ترهگر غوښتل چې په برلین کې پر هوايی ډگرونو بریدونه وکړي.

د «فرفسونگ شوتڅ» رئیس، ماسن په مرکه کې وویل چې د سوریايي «جبارالبکر» د نیولو له پاره آلماني کوماندو ځواک له هغه وروسته وگومارل شو چې نوموړي په یو ارزان بیعه مغازه «یو ایرویي شاپ» کې «تود مایع سریښ» واخیست. د استخباراتي سازمان رئیس زیاته کړه: «سمدلاسه اړین تدابیر مو تر لاس لاندی ونیول، ځکه موږ دې نتیجې ته ورسیدو چې: دا ښايي هغه ورستۍ کیمیاوي ماده وي چې نوموړی ورته اړتیا لري څو یو بمب ترې جوړ کړي.»

د مشکوک ترهگر د نیولو له پاره لومړۍ هڅه ناکامه شوه

د اونۍ په پیل کې یعنی د شنبې په سهار د آلمان په «کیمنیتڅ» کې امنیتي چارواکي ونه توانیدل چې «البکر» ونیسي. له هغې وروسته د نوموړي پلټنه په ټول آلمان کې پیل شوه.

د آلمان د کورني استخباراتی سازمان د معلوماتو له مخې په پام کې وه چې دغه مشکوک ترهگر په «کیمنیتڅ» کې په خپل کور کې ونیول شي. خو امنیتي مامورین بریالي نه شول، د هغوی په خبرداري ورکوونکو ډزو سره سره یو مشکوک سړي وتښتید. د ایالتي جنايي چارو د رئیس، میښایليز د وینا له مخې دا لا تراوسه معلومه نه ده چې دغه تښتیدلی سړی همدغه «البکر» ؤ او که یو بل څوک.

Berlin Anti-Terror-Einsatz Polizei am Flughafen Schönefeld
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

د کیمنیتڅ مشکوک ترهگر ونیول شوو

د مشوک ترهگر په کور کې امنیتي مامورینو ۱،۵ کیلو گرام چادونکي توکي وموندل. میښایلیز وویل: «د پیښي د پلتڼي له پاره د ایالتي جنايي چارو ادارې د گومارل شوو متخصصینو د وینا له مخې دغه توکي ښايي TATP کیمیاوي مواد وي.»

هغه زیاته کړه: «دغه ډول مواد ښايي هغو چادونکو توکو ته ورته وي چې په پاریس او بروکسل کې په بریدونو کې ترې کار اخیستل شوی.» هغه یادونه وکړه چې سر بیره پر دی په دغه کور ځینې فلزي ټوتې هم وموندل شول.

پولیس بالاخره «البکر» د دوشنبې په ورځ په لایپڅيگ کې ونیو. ویل شوي دي چې دوو نورو سوریايي مهاجرو دغه مشکوک ترهگر د نوموړي ښار په شمال ختیځه برخه په یوه کور کې کلک ونیو او لاس او پیښې وتړلې او وروسته یې پولیسو ته تسلیم کړ. ۲۲ کلن «البکر» د ۲۰۱۵م کال په فبروري کې د مونشن له لارې کیمنیتڅ ته ورسید او له مارچ میاشتې راهيسي د زاکسن ایالت په شمال کې د ایلنبورگ په سیمه کې اوسید.

د کورنیو چارو وزیر: «د گواښ وضعیت د پخوا په خیر زیات دی.»

د قضیې د زیات اهمیت له کبله د څيړنې ماموریت د آلمان فدرالي څارنوالۍ په غاړه اخیستی دی. پر «البکر» باندې تور لگول شوی چې د دولت پرضد د یو ډير سخت زورزیاتي عمل پلان یې درلود او اوس په توقیف کی دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر، توماس دیمیزیر وویل: «تحقیقات ښيی چې دغسي عملونه چې موږ په فرانسه او بلجیم کې ولیدل، کیدای شي چې په آلمان کې هم پیښ شي. هغه وویل چې له همدې وجې د «نړیوال تروریزم له ناحیې څخه په دې هیواد کې هم د زیات گواښ په وضعیت کې بدلون نه دی راغلی.»

د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل د تروریستي بریدونو د مخنیوي له پاره د قانون د لا زیات سختول له امکان څخه لیري نه گڼي. هغې وویل: «موږ باید خپل ټول انساني امکانات په کار واچوو، او د اړتیا په صورت کې په اوسنیو قوانینو کې تعدیلات رامنځ ته کړو، څو د خلکو امنیت خوندي وساتو.»

نور مطالب