1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پر ایالتونو د مهاجرو ویش یوه جنجالي موضوع ده

۱۳۹۴ مهر ۹, پنجشنبه

آلمان ته د نوو راغلو مهاجرو د ویش په اړه د کونیگشټاینر په نوم کيلي یا پریکړه اغیزمنه ثابته شوې نه ده. د ARD الماني رسنۍ د رپوټ پر بنسټ د آلمان ځيني ایالتونه د مهاجرو په برخه کې پر خپلو برخو خوښ نه دي.

https://p.dw.com/p/1GgUQ
Rottenburg Notunterkunft Flüchtlinge Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kastl

د ARD د رپوټ پر بنسټ تر ټولو په لومړي قدم کې د SPD، زرغون او کیڼ اړخو گوندونو له خوا کنترولیدونکي ایالتونه د مهاجرو د ونډي په برخه کې په شخړه کې دي. دا ویش د آلمان د کورنیو چارو وزارت له خوا شوی دی.

د هر یوه ایالت د تولید تر لنډي بررسۍ وروسته د مهاجرو ویش شوی دی. د کونیگشاین د کیلي پر اساس د آلمان پر ایالتونو د مهاجرو د ویش اندازه ټاکل شوې ده. د دغه کيلي پر بنسټ د هر ایالت د اوسیدونکو شمیر او مالیه ورکوني اندازې په پام کې نیولو سره دغه وېش شوی دی.

د ARD رپوټ زیاته کړې ده چې د بادن ؤرټنبرگ ایالت د خپلې سهمې څخه یعنې د ۳۱۹۸۸ مهاجرو څخه تر اوسه پورې ۲۴۵۲۸ ثبت او راجستر کړي دي. د یوي لنډي بررسۍ پر بنسټ دغه ایالت له خپلي سهمې څخه ۷۴۶۰ تنه لږ کډوال ثبت کړي دي.

همدارنگه د نیدر ساکسن ایالت د خپلې سهمیې څخه چې ۲۳۰۷۵ کډوال کیږي ۶۹۰۸ تنه کم جذب کړي دي. برانډنبورگ ایالت د خپلې سهمیې یعنې ۷۵۹۶ څخه تر اوسه پورې ۶۱۳۸ پناغوښتونکي منلي. د راین لانډ فالز، تورنگن، برلین، ساکسن او ساکسن انهلت ایالتونو هم د خپلو سهمیو مطابق کډوال نه دي جذب کړي.

بایرن ایالت تر خپلې سهمیې ډیر مهاجر راجستر کړي

د دې برعکس بایرن ایالت تر خپلې سهمیې (۳۷۷۸۴) ډیر یعنې ۵۲۳۶۱ تنه مهاجر منلي دي. دغه ایالت د ۱۴۵۷۷ تنو ډیرو مهاجرو په جذبولو سره د آلمان تر ټولو ایالتونو مخکې دی. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د ARD هغه رپوټ چې د سپټمبر میاشتي په ۲۹ یې خپور کړی دی نه تائيد او نه هم رد کړی دی.

د کډوالو مخ پر ډیریدونکي بهیر ته په کتو سره په چټکۍ سره له المان څخه د رد شوو مهاجرو د بیرته ایستلو غوښتنه مخ پر ډیریدو ده. د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هیرمن د مهاجرت چټک بهیر ته په اشارې سره وویل چې موږ باید په دې وتوانیږو چې: «چټک او په دوامداره توگه د مهاجرو دوسیې وڅېړو.»

بایرن ایالت به د آلمان له مرکزې ادارې سره د اروپا په قانون کې د موجوده فرصونو د اغیزمني استفادې له پاره نور هم په جدیت سره خبري وکړي. د بایرن د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: «لکه څنگه چې زموږ په هوایې ډگرونو کې چې ډیر ژر او اغیزمن چلند کیږي زموږ په سرحدونو کې هم باید بې له ځنډه دا ډول د چټک غبرگون عمل شي».

هرمن په مونشن کې د بایرن ایالت په پارلمان کې وویل چې د سپټمبر میاشتي له پیل راهيسي له ۲۷۰۰۰۰ زرو څخه تر۰۰۰۰ ۲۸ زرو پوري مهاجر آلمان ته راغلي دي: «په همدا یوه میاشت کې تر بشپړ ۲۰۱۴م کال ډیر مهاجر آلمان ته راغلي دي.»

هغه زیاته کړې ده چې دا خبره باید روښانه شي چې ډیر ژر به د دغو مهاجرو کنترول زموږ له وسه تير شي. تیر کال د پنا غوښتونکو شمیر ۲۰۲۸۳۴ ته لوړ شوی وو چې دا په آلمان کې د مهاجرو ډیر لوړ ریکارډ وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب