1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پخوانی صدراعظم هيلموت شميت مړ شو

Cathrin Hennicke۱۳۹۴ آبان ۱۹, سه‌شنبه

هغه تر اخري شیبې پوري قاطع پاته شو او بې پردې خبري یې وکړې. هیلموت شمیت په یوه سروې کې د آلمان په نزدې تاریخ کې تر ټولو مشهوره سیاستوال نومول شوی. هغه نن د نوامبر مياشتي پر ۱۰ نیټه د آلمان په همبورگ ښار کي مړ شو.

https://p.dw.com/p/1H3Ui
Verleihung des Preises der Atlantik-Brücke an Helmut Schmid
انځور: Reuters

دغه آلمانی سیاستوال په دې هیواد او نړۍ کې د خپلو روښانه او بې پردې خبرو له کبله شهرت لاره. هغه تل د آلمان، اروپا او نړۍ د پیښو پر وړاندي څرگند دریځ درلود.

هیلموت شمیت په ۱۹۷۴م کال کې د آلمان صدر اعظم شو. شمیت تر هغه وروسته چې ویلي برانت له خپلي دندې استعفا وکړه دغه مسئولیت پر غاړه واخیست. خو د برانت استعفا پخپله هم ډیره جنجالي موضوع وه ځکه د هغه یو ډیر لوړپوړی کارکوونکی د هغه وخت د ختیځ کمونيست آلمان جاسوس وو.

د شمیت پر وړاندي د کار تر پیلولو وروسته تر ټولو لویه پرته موضوع د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۴م کال د نفتو کړکیچ حلول وو. پر دې سربیره باید هغه په آلمان کې له لوړ انفلاسیون او اقتصادي ستونزو سره هم مبارزه کړې وای.

شمیت تل پر واقعیتونو ولاړ او اغیزمن سیاست لاره. هغه په آلمان کې د ترهګرۍ او کیڼ اړخه افراطي ډلې RAF پر وړاندي سخت دریځ ونیو او د هغوی غوښتنې یې رد کړي. پر دې سربیره هغه له دې ستونزې سره هم مخامخ شو چې د ده د واکمنۍ پر مهال پخواني شوروي خپلې یو شمیر اتومې وسلې په داسې سیمو کې ځای پر ځای کړې، چې کولای یې شول لویدیځ آلمان په نخښه کړي.

د شميت کتاب
د شميت کتاب

د دې له پاره چې شمیت د پخواني شوروي له خوا له رامنځ ته شوي ګواښ سره مبارزه وکړي نو هغه له ناټو سره یوه دوه اړخيز تړون رامنځ ته کړ چې له مخې یې له یوې خوا د وسلو پر کنترول خبرې پیل شوې او له بلې خوا بیا روسیې ته ګواښ وشو چې که خپلې وسلې انتقال نه کړي نو له ورته ګواښ سره به مخامخ شي.

له دې سره په آلمان کې د اتمي وسلو پر ضد پراخ لاریونونه پیل شول. پخپله د شمیت ګوند هم د هغه له دې پریکړې په ملاتړ کې پاته راغلی. خو د شمیت استقامت بالاخره نتیجې ته ورسید او پخواني شوروي خپلې اتومې وسلې نورو ځایونو ته ولیږدولې.

شمیت همداراز په ۱۹۷۷م کال کې هغه وخت د RAF ترهګري ډلې غوښتنې و نه منلې چې د دې ډلې غړو د لوفت هانزا هوایی شرکت یوه الوتکه برمته کړې وه. هغه وخت د دغې ډلې فلسطیني غړو د لوفت هانزا د دغې الوتکې ۹۱ مسافر برمته کړي ول او د هغوی د آزادۍ په بدل کی یې له آلماني زندانونو څخه د دغې ډلي د مشرانو د آزادۍ غوښتنه کوله.

خو شمیت آلماني کماندويي ځواکونو ته امر وکړ چې د سومالیا په موګادیشو هوایی ډګر کې پر دغې الوتکې باندي برید وکړي. په دغو عملیاتو کې د لوفت هانزا الوتکې برمته نیول شوي کسان ټول آزاد شول خو بیا لږ وروسته د آلمان په زندانونو کې د RAF د درو مشرانو مړي وموندل شول. چارواکو هغه ته وویل چې دغو درو واړو په ډله ییزه توګه ځان وژنه کړې وه.

شمیت په ۱۹۸۲م کال کې له خپلې دندې تر ګوښه کیدو وروسته اړ شو چې د آلمان پارلمان ورته د عدم اعتماد رایه ورکړه. شمیت له دې کبله د پارلمان د اعتماد رایې ته اړتیا لرله چې د آلمان له آزادو ديموکراتانو له ګوند سره د ده ایتلاف مات شو. تر شمیت وروسته هیلموت کول د آلمان مشري پر غاړه واخیسته چې بیا تر ۱۹۹۸م کاله پوري په همدې مقام کې پاته شو.

د سګرتو له کبله جنجال

شمیت ښايي د آلمان تر ټولو مشهوره سګرت څکوونکی وي. پر هغه باندي په ۲۰۰۸م کال کې له دې کبله نیووکې وشوې چې ویل کیدل هغه د آلمان د سګرتو ضد قانون ته درناوی نه کوي او په عامو ځایونو کې سګرت څکوي.

د دې موضوع په اړه رسمي څیړنې هم پیل شوې خو بیا څارنوالانو وویل چې د شمیت اعمال عامو وګړو ته تاوان نه رسوي.

شميت او د هغه ماينه هينيلور شميت
شميت او د هغه ماينه هينيلور شميتانځور: picture-alliance/dpa

شمیت په خپل کتاب کې چې د هغه تر۹۰ کلیزي لږ مخکې چاپ شو، ادعا کړې ده چې لویدیځ د روسیې پر وړاندي غیر منصفانه چلن کوي. هغه ویلي دي چې د پخواني شوروي اتحاد تر ماتیدو وروسته دا روسیه نه وه چې خپل پوځي نفوذ یې پراخ کړ، بلکي ناټو خپل پوځ د روسیې تر پولو پوري ورساوه.

د شمیت میرمن هینیلور شمیت، په ۲۰۱۰م کال کې په ۹۱ کلنۍ کې مړه شوه. هغې له شمیت سره په ۱۹۴۲م کال کې واده کړی وو. دواړه په ۲۰۰۸م کال کې تر هغه وروسته د خبرونو په سرلیکه کې راغلل چې د هامبورګ په یوه تیاتر کې یې په داسې حال کې سګرت وڅکول چې د تیاتر مسوولینو په سیمه کې د سګرتو څکول بند کړي وو.