1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پخوانی صدراعظم هلموت کول ومړ

۱۳۹۶ خرداد ۲۶, جمعه

د آلمان پخوانی صدراعظم هلموت کول د ۸۷ کلنۍ په عمر ومړ. نوموړی ۱۶ کاله د آلمان صدراعظم ؤ. نوموړي ته د شرقي او غربي آلمان د متحد کولو صدراعظم هم ويل کيږي.

https://p.dw.com/p/2epM6
Altbundeskanzler Helmut Kohl
انځور: picture-alliance/dpa/T. Brakemeier

د آلمان «بلډ» رسنۍ خبر ورکړ چي د آلمان پخوانی صدراعظم هلموت کول د ۸۷ کلنۍ په عمر ومړ. په خبر کي راغلي چي کول د آلمان د لوډويګهافن ښار په يو روغتون کي د جمعې د ورځي په سهار (د ۲۰۱۷ کال د جون ۱۶مه نېټه) له دې نړۍ سترګي پټي کړې.

هلموت کول د خپلي دندې پر مهال د لویدیځ او ختیځ آلمان د بیا یوځای کیدو شاهد وو. د ده په کاري دورې کې د یورو پولي واحد په برخه کې هم پرمختګ وشو.

کول د آلمان په راینلند فالز ایالت کې رالوی، په همدې ایالت کې يې لويې دولتي دندې ترسره کړې او بیا د دې ایالت د عیسوي دیموکرات اتحاد ګوند (CDU) مشر شو.

هلموت کول له ۱۹۸۲م کال څخه بیا تر ۱۹۹۸م کاله پوري د آلمان صدراعظم وو. دغه سیاستوال د خپلي کاري دورې پر مهال د نړۍ له ډېرو مشرانو سره ښې اړیکې تینګې کړې. په دغو مشرانو کې د فرانسې پخوانی ولسمشر فرانسوس میتراند، د پخواني شوروي اتحاد مشر میخایل ګرباچوف او د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ایچ دبلیو بوش شامل ول.

کول په لومړي سر کې هغه یو مدرن محافظه پال سیاستوال وو. په پای کې هغه یو ژوندی یادگار وگرځید. هو ! هلموت کول د آلمان هغه یو شخصیت وو چې سیاسي ژوند ېې مختلفې بڼې درلودې. د هغه د شخصیت ستروالی د آلمان او اروپا په یووالی که له ورايه بریښی. د برلین د دیوال له ړنگیدو هغه د آلمان د بیا یووالی له پاره خپلې هڅي پیل کړې او په پای کی خپل هدف ته ورسید.

په ۱۹۸۹م کال کې هغه د خپل گوند په دننه کې له یو ډير سخت سیاسي کړکیچ سره مخامخ شوو. د هغه د مسیحي دیموکرات گوندي ملگرو د هغه په وړاندي جبهه ونیوله چې د گوند له مشرتابه څخه يې راوپرځوي. په یو ډير لږ اکثریت سره هغه وتوانید چې بیرته د گوند تگلاره په خپل لاس کې وساتي. په هغه وخت کې حینو داسي گومان کاوه چې حتی د هغه روغتيايی وضعیت هم ښايی هغه ته دا چانس ور نه کړي چې د گوند مشري بیرته په لاس کی ونیسی.

خو هلموت کول د سیاست په ډگر کې یو ازمویلی سړی وو چې له دې مخکې يې هم ډيري سړې او تودې لیدلي وې. هغه د وخت او زمان په چل او ول پوهیده چې څه وکړي. د پخواني دیموکراتیک آلمان د جمهوریت (DDR) منحلیدل او د برلین د دیوال ړنگیدل کول ته ښه موقع په لاس ورکړه، هغه یو موقع چې نه یوازي د المان بلکي د نړۍ د سیاست په ډگر کې پاته شي.

با ارزښته شیبې

کول په ۲۰۰۸م کال کې له یوې روغتیایي ستونزې سره مخامخ شو او له هغه وخت راهیسې په کراچۍ کې ګرځېد. هغه په دې وروستيو کې ډېر لږ وخت په عام محضر کې خبري کولې.

د کول لومړۍ مېرمن هیلینور، په ۲۰۰۱م کال کې خپل ځان وواژه. د دغه سیاستوال دویمه مېرمن مایکي کول ریشتر، د خپل مېړه اداري چارې پر مخ وړي.

کول خپل شخصي یاداښتونه په درو برخو کې چاپ کړي دي، خو ښايي د دغو یادښتونو څلورمه او وروستۍ برخه هیڅکله هم چاپ نه شي، ځکه کول له د دې یادښتونو له لیکوال سره تر څو کلونو ګډ کار وروسته ستونزي پیدا کړې.

په دغو یادښتونو کې کول د آلمان د اوسني صدراعظمې انګلا میرکل په اړه هم خبري کړي دي چې ډیره نړیوال توجه یې جلب کړې وه.