1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان په عفرين کې د ترکیې پر عملیاتو نیوکه کړې

۱۳۹۶ اسفند ۴, جمعه

د سوریې په شمال کرد میشته سیمه عفرين کې د ترکي پوځ عملیاتو د آلمان د پارلماني استازو ډیر سخت غبرګونونه را پارولي دي. همدارنګه په ختيځ غوطه کې د سوریې د رژیم بریدونه هم د آلمان په پارلمان کې غندل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2tDQE
Syrien, Ghouta, Bergungsarbeiten
انځور: Reuters/B.Khabieh

د آلمان پارلمان خپل د پنجشنبې ورځې(د فبرورۍ میاشتې۲۲) په غونډه کې د سوریې د وروستیو بریدونو په هکله ډیر سخت غبرګون ښکاره کړی دی. د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند سیاستوال نیلس انن، پر ختیځ غوطه د سوریې د نظامي ځواکونو پرله پسې او دوامداره بریدونه په شدت سره ټکان ورکونکي او د نه توجیه کیدو وړ بللي. هغه وویل په دې وروستیو ورځو کې تر ۴۰۰ ملکي خلک وژل شوي دي. نوموړي غوښتنه وکړه چې «د سوریې حکومت دې ترور ته باید د پای ټکې کیښودل شي».

میرکل پر غوطه بریدونه «عام وژنه» وبلل

د آلمان د پارلمان د استازو تر منځ تر بحثونو مخکې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل په غوطه کې پر ولسي خلکو بمبارۍ په تندو الفاظو وغنده او هغه یې «عام وژنه» وبلله. میرکل وویل چې د یو رژیم د جګړې دا ډول وضعیت، د ترورستانو پر ضد نه، بلکې د خپلو خلکو پر وړاندي دي.

هغه څه چې میرکل په خپله سږنې بیانیه کې ترې یادونه ونه کړه، د آلمان د اتحادي ګوندونو سوسیال مسیحي او سوسیال دیموکرات اتحاد د بهرنیو چارو سیاستوالو، او همدارنګه د زرغون او چپیانو استازو پرې ټینګار وکړ. د نزدې ختيځ د وضعيت په اړه بحث، یعنې د سوریې په عفرين کې «د ولس د مدافعينو» په نوم د کردي نیمه ملیشه و پر ضد د ترکي ځواکونو عملیات د یادو ګوندونو د استازو له خوا په وار وار سره مطرح او وغندل شو.

«نړیوال قوانين دې مراعت شي»

د آلمان په پارلمان کې د مسيحي دیموکرات ګوند د خارجي چارو سیاستوال یورګن یوهان وادپول، د عفرين د پوځي اشغال په اړه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان وروستۍ څرګندونې د نړیوالو قوانينو خلاف ؤ بللې.

نوموړي ټینګار وکړ چې سړی نه شي کولی دا ډول عملیات له تروریزم سره د مبارزې تر نامه لاندې توجیه کړي. هغه په څرګندو الفاظو وویل چې له ترکانو څخه غواړو چې نړیوال قوانين دې مراعت کړي او د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.

د هغه ګوندي همکار یورګن هارت، هم له ترکیې څخه غوښتنه وکړه چې پر عفرين دې خپل بریدونه ؤدروي او د دې پر ځای دې د ترکیې او سوریې پر سرحدي کنترول خپله توجه متمرکزه کړي.

له سوسیال دیموکرات ګوند څخه نیلس آنن، د عفرين ښار د وضعیت په اړه وویل چې دا د تصور وړ نه ده چې د ناټو یو غړي یعنې ترکیه پر خپل ګاونډي هیواد برید کوي او د هغو ځواکونو پر وړاندې جنګیږي چې د ناټو د یوه بل غړي یعني امریکا متحدو ایالاتو له خوا یې ملاتړ کیږي.

آنن وویل چې تمه یې نه درلوده چې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولتنبرګ، څخه به «دومره کمزوري او نرم» څرګندونې واوري. د هغه په خبره دا ډول وضعیت یو عملي سیاسي ابتکار ته ضرورت لري.