1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ولسمشر اردن او لبنان ته پر سفر

۱۳۹۶ بهمن ۷, شنبه

د آلمان ولسمشر د شنبې په ورځ منځني ختيځ ته خپل څلور وځنی سفر پیلوي. فرانک والتر شتاین ماير به په دغه سفر کې د اردن او لبنان له مشرتابه سره د کتنې سربيره، په سيمه کې د آلماني پوځیانو او مهاجرو له يو کمپ څخه هم لیدنه وکړي.

https://p.dw.com/p/2rbui
Deutschland Frank-Walter Steinmeier und Elke Büdenbender
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د آلمان خبري آژانس له برلين څخه ليکي، چې په دغه سفر کې له شتاين مایر سره د هغه ميرمن ايلکه بويندین بیندر هم مله ده. د رپوټ په حواله، دوی به د خپل سفر په ترڅ کې د مهاجرو له يوه کمپ څخه هم ليٍدنه وکړي. دا په تيرو ۱۲۰ کلونو کې د آلمان د يو ولسمشر له خوا لبنان ته لمړنی سفر دی چې ترسره کیږي. خو شتاين ماير هغه مهال چې د آلمان د بهرنيو چارو وزير وو، اووه ځله يې اردن او شپږ ځله يې لبنان ته سفرونه کړي ول.

په برلين کې د آلمان د ولسمشر دفتر ويلي دي چې د سوريې جګړه، د مهاجرو څپې، په منځني ختيځ کې پراخ کړکيچ او افراطي اسلامپاله تروريزم هغه مهمې موضوع ګانې دي چې په دغه سفر کې به ورباندې بحثونه وشي.

کيداي شي د دغو موضوع ګانو تر څنګ، سيمې ته د آلماني پوځي تجهيزاتو پر ليږد هم خبرې وشي، کوم چې حاضر وخت په آلمان کې د بحث پر يوې مهمې او تودې موضوع اوښتې ده.

اردن او لبنان له سوريې څخه د ګڼ شمير راغليو مهاجرو کوربه توب کوي. د ملګرو ملتونو سازمان د آمارو له مخې، اوسمهال په لبنان کې شاوخوا يو ميليون او په اردن کې څه باندې۶۰۰ زره مهاجر ميشت دي.

اړوند مطالب:
لبنان سوريايي کډوالو ته خپل سرحدونه تړلي دي
په لبنان کې مهاجر نه د استوگنې او نه د ښخولو ځای لري

شتاينماير به په يکشنه (د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ ۲۸مه)، په عمان کې پاچا عبدالله او ملکه رانيا سره وګوري. هغه به د دوشنبې په ورځ له الازرق هوايي اډې څخه ليدنه وکړي چيرته چې شاوخوا ۳۰۰ تنه آلماني پوځيان ميشت دي. دغه پوځيان چې پر څلورو تورنادو کشفي الوتکو او يو هوايي ټانکر سمبال دي، د اسلامې دولت يا داعش ډلې د جنګيالي پر وړاندې مبارزه کې د ملاتړ ماموريت کې بوخت کې دي.