1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان لښکر هم په هدفمنو وژنو کي لاس لاره؟

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۹, سه‌شنبه

د آلمان د «بيلد» په نوم ورځپاڼه د دغه هيواد د لښکر د مخفي اسنادو په حواله راپور ورکوي، چي د آلمان پوځ او دباندنۍ استخباراتي ادارې يې په افغانستان کي په هدفمنو وژنو کي ستر رول لاره.

https://p.dw.com/p/1ECFZ
انځور: picture-alliance/dpa

دغه ورځپاڼه د آلمان پوځ د پټو اسنادو په حواله ليکي چي په ۲۰۱۱م کال کي په افغانستان کي د آلماني لښکر قوماندان تورنجنرال مارکوس کنايپ، په خپله د «اشخاصو هدف گرځول» ټاکلي ول.

د ورځپاڼي په حواله په مزارشريف کي د آلماني لښکر په مرکزي قرارگاه کي په اصطلاح «د هدف ويشتلو مرستندويه» هسته جوړه سوې وه، چي کار ئې «د هغو اشخاصو په اړه معلومات راټولول ول چي هدف به گرځول کېدل.»

د بيلد د معلوماتو له مخي د دغي هستې دنده دا وه چي «د هدفونو دوسيه» جوړه او د تصويب له پاره ئې جنرال کنايپ ته وړاندي کړي.

ورځپاڼه د بولگې په توگه په ۲۰۱۱م کال کي د هغي غونډي د ياداښتونو په حواله لیکلي دي، چي پکښې جنرال کنايپ، د قاري حفيظ په نوم د يوه ياغي د نيولو يا «له منځه وړلو» د «لومړيتوب» لارښوونه کړې وه.

د غونډي گډون کوونکو ته د نورو ياغيانو د له منځه وړلو په اړه ويل سوي ول، چي کيدای سي هغوی د قدرت خلا د رامنځ ته کولو سبب وگرځي، ځکه هغوی ډېر واکمن، ډيري وسلي، پيسي او مخدر مواد لري.

د استخباراتو موافقه

په دغه راپور کي راغلي دي، چي د آلمان د بهرنيو استخباراتو ادارې (بې ان دي) موافقه کړې وه چي د يوه سمدستي خطر په موجودیت کي، کيدای سي چي له راټولو سوو معلوماتو څخه په «هدفمنو وژنو» کي کار واخيستل سي.

بيلد ورځپاڼه په ۲۰۱۱م کال کي د آلمان د استخباراتو ادارې د يوه راپور په حواله، چي د طالبانو د قوماندان قاري يوسف په اړه وو لیکي: «له دغو معلوماتو څخه په هدفمنو وژنو کي د متقابل بريد يا پټکې په مقابل کي کار اخيستل جواز لري.» پر دې سربيره د آلمان دباندنيو استخباراتو د قاري يوسف د ځای پيدا کولو په مخه يو شمېر تليفوني شمېرې هم د هغوی په اختيار کي ورکړي وې.

د افغانستان او پاکستان پر فضا باندي له کلونو راهيسي د امریکا متحدو ايالاتو هوايي پوځ الوتني کوي او پر وسله والو ياغيانو او د هغوی پر پټنځايونو باندي هوايي بريدونه کوي.

په آلمان کي له کلونو راهيسي پر دې باندي بحث روان دئ، چي د دغه هيواد لښکر او استخباراتي سازمان د بې پيلوټو الوتکو په يرغلونو کي څه ډول ونډه لري.

په افغانستان کي د ناټو په مشرتوب نړيوال پوځي ماموريت تر ۱۳ کلن جنگ وروسته د روان کال د دسمبر مياشتي پر ۳۱ مه نېټه پای ته رسيږي. په دغه ماموريت کي د آلمان د لښکر نزدې پنځه زره عسکر ول.

په راتلونکي غير جنگي ماموريت کي چي د جنورۍ مياشتي پر لومړۍ نېټه به د «پريکړنده ملاتړ» په نوم د افغان امنيتي ځواک د روزني او سلامشورو په موخه پيل سي آلمان به ۸۵۰۰ عسکره ولري.