فراوکې پترې: په ټاکنو کې نه نوماندیږم
۱۳۹۶ فروردین ۳۰, چهارشنبهفراوکې پترې چې د آلمان له پاره د بدیل ښې اړخه ګوند لوړپوړې غړې ده، د چهارشنبې په ورځ د خپل فیسبوک ټولنیزې پاڼې له لارې یوه ویدیو خپره کړه چې په کې یې دغه ډیره مهمه پریکړه اعلان کړه.
د هغې دغه پریکړه د آلمان په کولن ښار کې د آلمان له پاره د بدیل ګوند تر یوې لوی غونډې مخکې اعلان شوې ده. په دې غونډه کې به د آلمان له پاره بدیل ګوند تر ټاکنو مخکې خپل مشر ونوموي.
پترې دغه اعلان په داسې حال کې کړی دی چې ویل کیږي هغه په وروستیو وختونو کې په خپل ګوند کې ډیره منزوي شوې وه. د آلمان له پاره په بدیل ګوند کې ډیر شمیر کسان په دې اند دي چې پترې نه شي کولای د دې ګوند استازیتوب وکړي. پر دې سربیره هغه په خپل پنځم ماشوم هم میندواره ده.
لا روښانه نه ده چې ایا پترې به په ګوند کې له خپل مقام څخه هم استعفأ وکړي او که نه. خو د هغې دغه اعلان یوه بله لویه پوښتنه رامنځ ته کوي چې څوک به د آلمان په راتلونکو ټاکنو کې د آلمان له پاره د بدیل ګوند نوماند وي.