1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان له پاره بدیل ګوند د پناه غوښتني پر حق نیوکه کړې

۱۳۹۵ بهمن ۷, پنجشنبه

د آلمان له پاره د بدیل ګوند مشري استدلال کړی چې د آلمان د اساسي قانون جوړونکو تر جګړې د وروسته وخت مفهومونه لرل چې اوس له حالاتو سره سر نه خوري. هغې ویلي دي چې سوریایي کډوال له دې وضعیت سره برابر نه دي.

https://p.dw.com/p/2WQJV
Brexit Reaktionen Archivbild Frauke Petry
انځور: Getty Images/J. Koch

د آلمان د اساسي قانون په ۱۶مې ماده کې راغلي دي: «هغه څوک چې د سیاسي دلایلو له مخې تر تعقیب لاندې وي، د پناه غوښتني حق لري.»

دغه قانون په ۱۹۴۹م کال کې جوړ شوی دی چې ډیری آلمانیان ورته یوازې د اساسي قانون په سترګه نه ګورې، بلکي هغه داسې یو سند ګڼې چې د دیکتاتوري د راتلو مخه نیسي.

خو اوس د ښی اړخي «آلمان له پاره بدیل ګوند» مشري فراوکي پیترې، ویلي دي چې اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د پناه غوښتې حق له کتابونو پاک شي. هغې له «دې زایت ورځپاڼې» سره په مرکه کې زیاته کړې ده چې فکر نه کوي په ۱۹۴۰مو کلونو کې جوړ شوي قوانین دې د هغو کسانو په حق کې چې اوس د منځني ختیځ له جګړو تښتې صدق وکړي.

هغې ویلي دي: «ډیر هغو نارینه وو او یو څه لږو ښځو چې زموږ اساسي قانون یې جوړ کړی دی په اصل کې يې د ډیرو لږ خلکو په اړه فکر کاوه، دا هم په دې مفهوم کې چې څوک باید تر جګړې وروسته آلمان کې د دویمې نړیوالې جګړې د ظلمونو مسئولیت ومني. له همدې کبله باید د پناه غوښتني حق د اوسنيو مهاجرو له پاره د پخوا په څیر وزن و نه لري.»

د آلمان بدیل ګوند په دې هیواد کې په پرانیستې توګه د کډوالو پر سیاست باندې نیوکې کړې دي. دغه ګوند همداراز وایي چې اسلام له آلمان سره تړاو نه لري.

د آلمان له زرغون ګوند څخه بیا کترین ګورینګ ایکهارد، د آلمان له پاره د بدیل ګوند د مشرې پر څرګنو نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې اوس هم ډیر کسان په خپلو سیمو کې د ډېرو ستونزو په سبب مهاجرت کوي. هغې له اساسي قانون څخه د آلمان د بدیل ګوندې د مشري تعبیر ډیر تياره بللی دی.

نور مطالب: