1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

AFD ګوند د اساسي قانون په محکمه کې له میرکل څخه شکایت کړی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۹, شنبه

د آلمان له پاره بدیل ګوند (AfD) ژمنه کړې وه او خپله ژمنه یې پوره کړې. دغه ګوند د مهاجرو په هکله د انګلا میرکل د پرانیستو دروازو سیاست پرضد د اساسي قانون په محکمه کې شکایت کړی دی. خو معلومه نه ده چې عملي به شي او که نه.

https://p.dw.com/p/2xzWX
Ungarn Budapest Flüchtlinge mit Merkel Plakaten
انځور: Getty Images/AFP/C. Stache

د جمعې په ورځ د آلمان له پاره د بدیل ګوند حقوقي سلاکار شتیفن براندنر په برلین کې وویل چې د دوی د ګوند د اپریل میاشتې په ۱۴ نیټه په دې تړاو د آلمان په کارلسروهه ښار کې د دې هیواد د اساسي قانون په محکمه کې شکایت وړاندې کړی وو.

تر شکایت وروسته یادې محکمې د شکایت رسمي ترلاسه کیدل تائید کړي دي. د آلمان د اساسي قانون محکمه د دې فدرال هیواد د ادارو ترمنځ د اقامې د دعوا مسوولیت لري. د بیلګې په توګه د آلمان د یوې بلې ادارې پر وړاندې د آلمان د پارلمان یا بوندیستاګ د اقامې دعوا چې اوس د آلمان له پاره بدیل ګوند یې غوښتنه کړې ده.

په ۲۰۱۵م کال کې د صدراعظمې انګلا میرکل د مهاجرینو له پاره د آلمان د پولو د پرانیستلو پریکړه د دې سبب شوه چې له جنګ ځپلو هیوادونو لکه سوریې، افغانستان، عراق او ګڼ شمیر نورو هیوادونو څخه په زرهاوو مهاجرینو د ترکیې او یونان له لارې آلمان ته داخل شي. د مهاجرینو دغه راتګ په آلمان کې د سیاسي بې ثباتی یو له دلیلونو څخه هم شمیرل کیږي او آلمان لا هم د مهاجرینو ادغام له ستونزې سره لاس او ګریوان دی.

د آلمان له پاره د بدیل ګوند حقوقي مشاور د اقامې دعوا په هکله وايي چې دغه اقامه دعوا به نړۍ ته بدلون ورکړي. هغه وايي چې دا به نړۍ ته په هغه صورت کې تغیر ورکړي چې که چیرته دغه اقامه دعوا وګټل شي چې په پایله کې به یې میرکل سمدلاسه له دندې ګوښه کیدو ته اړ شي. خو دا لا معلومه نه ده چې د اقامې دعوا دغه محکمه به صورت ونیسې او که نه.

د انګلامیرکل پر ضد د آلمان له پاره د بدیل ګوند په شکایت کې راغلي چې د مهاجرت په هکله د آلمان فدرال حکومت خپل سیاست د بوندیستاګ یا د پارلمان له همکارۍ او پریکړې پرته عملي کړی دی او په دې کار سره د آلمان فدرال حکومت د میرکل په مشرۍ د فدرال آلمان د دغه سازمان یعنې پارلمان حقوق ترپښو لاندې کړي دي.

Berlin Konstituierung Bundestag-Haushaltsausschuss | Stephan Brandner
د آلمان له پاره د بدیل ګوند یا AfD حقوقي سلاکار شتیفن براندنرانځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د آلمان په پارلمان کې د آلمان له پاره د بدیل ګوند یو غړي یورګن براون بیا ویلي چې اصلي ټکی دا دی چې آلمان باید یو دیکتاتور رهبر ونه لري بلکه د آلمان رهبر او مشر باید د قانوني پابند وي او لکه د مهاجرینو له پاره د پولو د پرانیستلو په شان مهمې پریکړې باید د پارلمان وکیلان وکړي.

نوموړي په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرینو پر مخ د انګلا میرکل د پولو د پرانیستلو پریکړه «استبدادي خپل سري او له قانون څخه د سرغړونې» په توګه یاده کړه.

سربیره پر دې د آلمان د کورنیو چارو اوسني وزیر هورست زیهوفر څو کلونه مخکې د میرکل د مهاجرت د سیاست له کبله سختې نیوکې کړې وې او هغه مهال یې خبرداری ورکړی وو چې د میرکل د مهاجرت د سیاست له کبله به د دې هیواد د اساسي قانون په محکمه کې رسمي شکایت وکړي خو نوموړي دغه کار ونه کړ.

د آلمان له پاره د بدیل ګوند براندنر بیا ټینګار کړی چې موږ هغه څه چې زیهوفر اعلان کړی وو او ترسره یې نه کړ، عملي کوو. نوموړي په دې هکله زیاته کړه: «د کلونو راهیسې په آلمان کې استثنايي حالت حاکم دی او په دې هیواد کې د بوندیستاګ یا د آلمان د پارلمان حقوق په شدت سره نقض شوي دي.»

زموږ له آرشیف څخه: