1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان له پاره بدیل ګوند استازی: اسلام دین نه، ایډیالوژي ده

۱۳۹۶ مهر ۱۰, دوشنبه

د آلمان د سوسیال دیموکرات، آزاد دیموکرات، زرغون او کیڼ اړخې ګوند سیاستوالو د آلمان پارلمان د مرستیال پوست ته د آلمان له پاره بدیل ګوند غړي البریشت ګلازر، نوماندې رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/2l6hp
Deutschland AfD Bundesparteitag in Stuttgart Albrecht Glaser
انځور: picture alliance/dpa/C. Schmidt

د «فرانکفورت الګماینه څایتونګ» ورځپاڼې د خبر په حواله چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی دی، البریشت ګلازر، د آلمان په اساسي قانون کې د مسلمانانو له پاره دیني آزادي رد کړې ده.

ګلازر له رسنیو سره په خبرو کې د مسلمانانو له پاره د دیني آزادي د ردولو تر څنګ، ټینګار کړی دی چې اسلام یوه سیاستي ایډیالوژی ده، نه دين. د هغه په خبره د مسلمانانو او اسلامپالو تر منځ توپیر نه شي کیدای.

د آلمان د زرغون ګوند مشر جیم اوزدمیر، د فرانکفورت الګماینه ورځپاڼې ته ویلي دي: «څوک چې د دیني آزادۍ په اړه شک ولري، ځان د یوه غیر حرفه یی او نامناسب سړي په توګه معرفي کوي. زه نه شم کولای داسي یوه کس ته رای ورکړم.»

اوزدمیر روښانه کړې ده چې یو کانديد باید د آلمان د اساسي قانون پر وړاندې واضح موقف ولري.

له آزاد دیموکرات ګوند څخه بیا مارکو بوشمن، د ګلازر له کانديتوب سره په مخالفت کي ویلي دي: «د ښاغلي ګلازر موقف د ډیرو موضوعګانو په اړه روښانه دی، داسې موضوعګانې چې زما له پاره هیڅ د منلو وړ نه دي.»

پر دې سربیره د آلمان د کیڼ اړخو ګوند هم روښانه کړې ده چې نه شي کولای د ګلازر ملاتړ وکړي. د دې ګوند یوه غړي دیتمار بارش، د فرانګفورت الګماینه څایتونګ، ورځپاڼې ته ویلي دي: «زه په واضح توګه وایم چې ګلازر ته رای نه ورکوم.»

د  آلمان سوسیال دیموکرات ګوند هم په ورته نظر ورکولو سره د ګلازر په اړه خپل موقف روښانه کړی دی. په پارلمان کې د دې ګوند غړي کارستن شنایدر، ویلي دي چې د پارلمان د مرستیال له پاره یو نوماند باید د اساسي قانون له مخې عمل وکړي او په ځانګړې توګه اساسي حقوقو ته درناوی ولري.

خو تر اوسه پورې د پارلمان تر ټولو لوی ګوند مسیحي اتحاد، د دې موضوع په اړه خپل دریځ نه دی اعلان کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان له پاره بدیل ګوند مشر الکساندر ګاولند، پر ګلازر باندې لګیدلي تورونه رد کړي دي. هغه ویلي دي: «دا روښانه ده چې موږ به په قاطع توګه د پارلمان د مرستیال په توګه د ګلازر د کانديدۍ ملاتړ وکړو.»

ګلازر تر دې مخکې په فرانګفورت کې د مسیحي دیموکرات اتحاد ګوند یو ځایي سیاستوال وو. خو له دې ګونده تر وتلو وروسته، هغه د آلمان له پاره بدیل ګوند له بنسټ ایښودونکو څخه بلل کیږي.

 

زموږ له ارشيف څخه: