د آلمان فلوهمارکت؛ د افغانستان جمعه بازار
څرنګه چې په افغانستان کې د جمعې ورځې بازارونه جوړيږي، په آلمان کې هم د اوونۍ په آخرو وروځو کې د فلوهمارکت په نوم سيار بازارونه خلاصیږي. په دغسې بازار کې تر ډيره زاړه شيان خرڅيږي او په سودا کې يې چنه هم وهل کیدای شي.
زړې راډيو ګانې
په فلوهمارکت کې د برقي شيانو ګرنټي نه وي. خو مشتري کولای شي چيک يې کړي.
ګڼه ګوڼه
د فلوهمارکت په ورځ، د نورو عادي ورځو په پرتله ګڼه ګوڼه ډيره وي. حتي يوازې سيل ته هم خلک راځي.
افغانان
په فلوهمارکت کې افغان سوداګر هم فعاليت کوي. دوی وايي چې د مخه ورته معلومه وي چې راتلونکې اوونۍ په کوم ښار کې بازار جوړيږي.
ډول ډول غاړکۍ
د دغه سنتي بازار يو ښه والی دا دی چې تر ډیره بريده په کې د هر چا د خوښې څيزونه پیدا کيږي.
ډیر زاړه شيان
د فلوهمارکت بازار يو خصوصيت همدا دی چې ډير زيات زاړه شيان په کې خرڅيږي.
د تشناب سامان
په فلوهمارکت کې د زړو شيانو تر څنګ نوي هم خرڅيږي. د مغازو سره يې يو توپير دا دی چې دلته په نرخ کې سړی جګړه يا چنه وهلی شي.
د موسيقۍ پخواني ګرد ريکارډونه
په دغه دوکان کې ټول د پخواني غربي يا لويديځو سندرغاړ ريکارډونه خرڅيږي. د دغه دوکان مشتريان هم تر ډيره د پاخه عمر درلودونکي کسان دي.
پنسونه
پنسونه، پلاسونه، د وريځو د سينګار وسيله او ډول ډول بياتۍ يا قيچيانې
د شامپو او سپرې ګانو دوکان
ځينې دوکانداران خپل شيان په ټاکلي نرخ خرڅوي. په دا ډول دوکانونو کې جګړه نه وهل کيږي. دوی د کار د اسانه کولو له پاره د هر شي نرخ په کاغد غټ ليکی او تر څنګ يې لګولی وي.
بټوې
په آلمان کې هر کس لږ تر لږه پنځه شپږ کارتونه لري، لکه د بانک او روغتيايي بیمې کارتونه. خلک خپل دغه مهم اسناد په بټوو کې ساتې. لنډه دا چې هر کس په جیب کې يوه بټوه لري، ځکه خو په فلوهمارکت کې يې هم دوکان وي.
کمربندونه
ځينې دوکانونو کې يوازې يو شی خرڅیږي. په دغه دوکان کې هم داسې ښکاري چې يوازې کمربندونه يا ملاوستني وي.
د ښيښو او آينو پاکولو شيان
د فلوهمارکت يو خصوصيت دا دی چې ځينې دوکانداران په کې مشتريانو ته د شيانو د کارولو طريقه په عملي توګه ښيي. دغه هټيوال خپلو مشتريانو ته ښيي چې د آيينو پاکولو له پاره څومره اسانه طريقه او ښه شيان لري.
چړې او د سلات جوړولو وسيلې
دغه دوکاندار مشتريانو ته په عملي توګه ښيي چې يوه ساده وسيله د ترکاري په ميده کولو کې څومره ډيرې او مهمې وظيفې اجرا کولای شي.
د ښيښو او آيينو قطع کونکې وسيله
په دغه دوکان کې هغه وسيلې خرڅيږي چې نازکې او ډبلې ښيښې، آينې او کاشيانې ورباندې قطع کيږي. دوکاندار خپلو مشتریانو ته د ښيښو د پريکولو طريقه په عملي توګه ښيي. هغه د خلکو جلبولو له پاره په لاوډسپيکر کې د دغه شيانو توصيف کوي.
د کور د ديکور او سينګار شيان
په دغه دوکان کې هر ډول تازه او په لاس له کاغدونو او ټوکرو جوړ ګلان او نور تزئيني شيان خرڅيږي.
د خوړو سهولت
دا چې فلهومارکت د رخصتيو په ورځ وي او رستورانټونه بند وي نو سيار کوچني رستورانټونه هم په کې خلاص وي.
سيار رستورانت او ساده خواړه
د فلوهمارکت په ورځ جوړو سيارو رستورانتونو کې تر ډيره «فست فود» لکه چپس او داسې نور خواړه خرڅيږي.
د کيليانو جوړولو دوکان هم شته
د فلوهمارکت د کيلي جوړولو دوکان ښه والی دا دی چې يو خو سمدلاسه مشتري ته کیلي جوړوي او بل يې نرخ ښکته وي.
سپورتي کرمچې
يوه جوړه نايکې يا اديداس په څير کرمج چې په مغازه کې په ۷۰ يا ۸۰ يورو وي، فلهوهمارکت کې په مستعمل ډول په ۱۰ او ۱۵ يورو پيدا کيږي. د کرمچو دوکان ډيری مشتريان ځوانان وي.