1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان فرايبېرګ ښار: نور مهاجر نه منو

۱۳۹۶ بهمن ۲۶, پنجشنبه

د آلمان فرايبېرګ ښار د نورو مهاجرو د نه منلو له خپلې پرېکړې څخه دفاع کړې ده. دغه ښار وايي چي نور يې د مهاجرو د ځايولو امکانات پای ته رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/2skXG
Deutschland Stadt Freiberg
انځور: Imago/U. Meinhold

د آلمان د زاکسن ايالت د فرايبرګ ښاروال د سوسيال ډيموکراټ ګوند څخه دی. ښاروال سوې کريوګر د خپل ښار د هغې پرېکړي څخه دفاع کړې ده چي نور مهاجر به نه مني. دغه سياستوال ويلي دي: «موږ د خپلو امکاناتو آخري څوکي ته رسېدلي يو.»

ښاروال کريوګر دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۱۵مه نېټه) د زيوډ ډويچه څايټونګ په نوم ورځپاڼي ته کړي دي. دغه ښاروال زياته کړې چي فرايبېرګ ته د مهاجر څپه دومره قوي وه چي تير کال ۳۰۰ د وړکتون او ښوونځيو ځايونه کم ول. هغه ويلي چي اوس بايد د زاکسن ايالت نورو ښارونو ته هم د مهاجرو د بار يوه برخه ور په غاړه کړل سي.

کريوګر ويلي دي چي غواړي د دې مخه ونيسي چي په فرايبېرګ کي هم د برانډنبورګ ايالت د ښار کوټسبس په شان د ښاريانو تر منځ پر دغه موضوع بېلتون رامنځ ته سي. هغه وويل چي په زاکسن ايالت کي هم په زياتو سيمو کي د خلکو نظر تنقيدي سوي ده.

د فرايبېرګ ښاروال ويلي دي چي غواړي چي انسانان باید په سوله او تفاهم کي سره ژوند وکړي. فرايبېرګ ښار تقريبا ۴۲ زره اوسېدونکي لري چي پکښي ۲۰۰۰ يې مهاجر دي. دغه ښار څو ورځي تر مخه د دې غوښتنليک وړاندي کړی وو چي ورته نور مهاجر ونه لېږدول سي.